د سید یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ كښې د اعلیٰ كچې پارلیماني پلاوې د ملګرو ملتونو په كلنه پارلیماني سماعت كښې ګدون لپاره امریکې ته ورسېد

اسلام آباد۔12فروري (اے پي پي )د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ كښې يو د اعلیٰ كچې پارلیماني پلاوې د ملګرو ملتونو په كلنه پارلیماني سماعت كښې ګدون لپاره امریکې ته ورسېد ۔ سید یوسف رضا ګیلاني د پارلیماني پلاوي سره په 12 او 13 مه فرورۍ نیویارک كښې تابيا شوي كلنه پارلیماني سماعت كښې به د پاکستان نمائندګي كوي ۔د ملګرو ملتونو په 80 كاله تر سره …

اسلام آباد۔12فروري (اے پي پي )د سېنېټ چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني په مشرۍ كښې يو د اعلیٰ كچې پارلیماني پلاوې د ملګرو ملتونو په كلنه پارلیماني سماعت كښې ګدون لپاره امریکې ته ورسېد ۔ سید یوسف رضا ګیلاني د پارلیماني پلاوي سره په 12 او 13 مه فرورۍ نیویارک كښې تابيا شوي كلنه پارلیماني سماعت كښې به د پاکستان نمائندګي كوي ۔د ملګرو ملتونو په 80 كاله تر سره كېدو تابيا شوې نړيواله پارلیماني غونډه كښې به د پاکستان موثر کردار ځلولے شي ۔د سېنېټ چیئرمین د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د صدر او د آئي پي یو صدر سره مهم ملاقاتونه متوقع دي ۔ كلنه آئي پي یو پارلیماني سماعت كښې په امن، تل پاتي ترقۍ او په جمهوري واكمنۍ به مهمه مکالمه كېږي ۔سید یوسف رضا ګیلاني به په نړيوال فورم ’’پیکټ فار دي فیوچر‘‘ او د ګڼ اړخيزه نظام په مضبوطیا د پاکستان موقف وړاندې كوي ۔ نړيوالې وعدې په قامي حقائق كښې اچولو او د جمهوري زوال په چیلنجونو او په پارلیماني ذمه وارو به غور كېږي ۔د پاکستان شپږ كسيز پارلیماني پلاوې به په نړيواله پارلیماني سفارت کارۍ كښې فعاله ګډون كوي ۔د ملګرو ملتونو په هیدکوارټرز، نیویارک كښې تابيا شوې غونډه كښې به د ګردې نړۍ پارلیمنټرینز او سفارتکار ګدون كوي ۔ د چیئرمین سید یوسف رضا ګیلاني دا دورہ به د پارلیماني سفارت کاری ودې او د نړيوالې مرستې استحکام لپاره متحرک هڅه ، د قامي پارلیمانونو او د ملګرو ملتونو مرستې مضبوطولو لپاره مهم پلیټ فارم ثابت شي ۔۔