اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) په پاکستان كښې د بنګله ديش هائي کمشنر محمد اقبال حسېن خان وئيلي دي د پاكستان او بنګله دېش اولس يو بل سره مينه لري او د زياتو نزدې اړيكو توقع كوي، پاکستان سره قوي اولسي رابطې او په تجارت كښې زياتوالے زما د سفارتي مشن اول پام لرنه ده۔ دا خبرې ده "اے پي پي" سره پخپلې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل …
پاکستان مېنځنۍ اسياء٬ چين٬ لويديزو او نورو هېوادونو لپاره كېټ وے دے٬ د پاكستان د معدنيات او يو شمېر څيزونو په ګرده نړۍ كښې ډيمانډ دے٬ شريك تجارت تر 5 اربه ډالرو رسېدې شي۔ د بنګله ديش هائي کمشنر محمد اقبال حسين خان “اے پي پي” سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) په پاکستان كښې د بنګله ديش هائي کمشنر محمد اقبال حسېن خان وئيلي دي د پاكستان او بنګله دېش اولس يو بل سره مينه لري او د زياتو نزدې اړيكو توقع كوي، پاکستان سره قوي اولسي رابطې او په تجارت كښې زياتوالے زما د سفارتي مشن اول پام لرنه ده۔ دا خبرې ده “اے پي پي” سره پخپلې مركه كښې كړې۔ ده ووئيل په پاکستان كښې ماربل ګرينائټ او د سكرو پشمول يو شمېر معدنيات شته ٬په زرعي پېداوار كښې وريژې٬ چيني او د نور مصنوعات ډېر زيات دي د كومو چې بنګله دېش كښې ډېر طلب دے٬ په بنګله ديش كښې مزيدار انناس، انجينئرنګ مصنوعات، ريډي ميډ ملبوسات وغيره شته۔ هائي کمشنر ووئيل په تجارت كښې تسلسل د دواړو هېوادونو تجارت تر 5 اربه ډالرو رسولې شي٬ د تجارت حجم زياتولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمېنځه جذبه زياته ده۔ ده ووئيل د پاکستان ټيکسټائل انډسټري جانداره ده٬ جامې او تار ئې په بنګله دېش كښې مقبول دے٬ پاکستان د بنګله ديش ټيکسټائل انډسټرۍ ته تکنيکي علم، مشاورت، مشينري، سرمايه کاري او تجربه وركوي، ده ووئيل پاکستان مېنځنۍ اسياء٬ چين٬ لويديز او نورو هېوادونو لپاره كېټ وے دے٬ د پاكستان د معدنيات او يو شمېر څيزونو په ګرده نړۍ كښې ډيمانډ دے٬ شريك تجارت تر 5 اربه ډالرو رسولې كېدې شي۔ ۔ ده ووئيل د بنګله ديش معيشت خپلواكه دے چرته چې يو شمېر هېوادونه سرمايه كاري كوي او زه د پاكستان خپلو وروڼو ته بلنه وركوم چې بنګله دېش كښې خپله خوښي او سرمايه كاري زياته كړي٬ پاکستان او بنګله ديش د سارك او D-8 هېوادونو غړي هم دي۔ محمد اقبال حسين خان ووئيل دواړه هېوادونه يو شمېر چلنجز سره مخ دي د كومې چې په ګډه مخه نيوے كېدے شي۔ هائي کمشنر ووئيل بنګله ديش او پاکستان د سېلګرۍ بلها صلاحيت لري، متنوع مناظر، تاريخ، ساحلي سيمې٬ ميدانونه٬ غرونه او د سېلګرو خوښۍ لپاره نور ځانګړي موقعې شته۔ ده ووئيل د بنګله ديش ځوانان د پاكستان دوره خوښوي٬ زه باور لرم چې د دواړو هېوادونو قربت به د سېلګرۍ په څانګه كښې زيات شي








