وفاقي وزير محسن نقوي او طلال چوهدري سره د امريکې د خارجه وزير مرستيال جان مارك پومرشائم وليدل

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري سره د امريکې د خارجه وزير سوئيلي او مېنځنۍ اسياء لپاره مرستيال جان مارك پومرشائم ليدلي دي ٬ په دې موقع په سيمه ايز صورتحال٬ په كورني امنيت او په معاشي شراكتدارۍ د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د امريكې سفيره نيټلي بيکر، داخله سيکرټري او نور لوړ پورې هم …

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملکت طلال چوهدري سره د امريکې د خارجه وزير سوئيلي او مېنځنۍ اسياء لپاره مرستيال جان مارك پومرشائم ليدلي دي ٬ په دې موقع په سيمه ايز صورتحال٬ په كورني امنيت او په معاشي شراكتدارۍ د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د امريكې سفيره نيټلي بيکر، داخله سيکرټري او نور لوړ پورې هم موجود وو۔ په دې مهال جان مارك پومرشائم په اسلام آباد او كوئټه كښې د ترهګرۍ د اوسنو بريدونو غندنې كولو سره ځپلو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه وكړه۔ دواړٶ ډلو د ترهګرۍ مخنيوي او د كورني امنيت په څانګو كښې شريكې مرستې ته لا ودې وركولو ته اتفاق وكړه۔ په ملاقات كښې پاکستان د مائننګ، منرلز او توان په څانګو كښې د امريکې سرمايه کارۍ او شراکت دارۍ ته ودې وركولو لپاره د عزم څرګندونه وشوه۔ په دې موقع محسن نقوي ووئيل ترهګري يو نړيوال چېلنج دے د كومې خاتمې لپاره چې نړيواله مرسته ضروري ده او په دې كښې لړ كښې امريكې سره اړيكې كليدي حېثيت لري۔ ده باور وركړو چې په پاکستان كښې به د امريكې سرمايه كاور ته محفوظ ماحول وركولې شي او مونږ د مائننګ او توان په څانګو كښې د امريكې د سرمايه كارۍ بشپړ هركلے كوٶ۔ جان مارك پومرشائم په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل امريكا پاكستان سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او په بېلو څانګو كښې د مرستې روانې ساتلو خوښي لري

مزید خبریں