د قازقستان د صدر د پاكستان دوره زمونږ په دوه اړخيزه اړيكو كښې د تاريخي سنګ ميل حېثيت لري۔ فهد هارون

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون وئيلي دي د قازقستان د صدر په دې وروستيو كښې د پاكستان دوره زمونږ په دوه اړخيزه اړيكو كښې د يو تاريخي سنګ ميل حېثيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز (آئي اېس اېس آئي) او د قازقستان سفارت په اشتراك كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د …

اسلام آباد 12 فروري (اے پي پي) ډيجيټل ميډيا لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال فهد هارون وئيلي دي د قازقستان د صدر په دې وروستيو كښې د پاكستان دوره زمونږ په دوه اړخيزه اړيكو كښې د يو تاريخي سنګ ميل حېثيت لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په انسټي ټيوټ آف سټريټجك سټډيز (آئي اېس اېس آئي) او د قازقستان سفارت په اشتراك كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ د کنفرنس عنوان د “پاکستان-قازقستان اړيكې: د صدارتي دور نه وروستو تاثرات او د تزويراتي مرستې لارې ” ٶ۔ په کنفرنس كښې د آئي اېس اېس آئي ډائريکټر ډاکټر طلعت شبير، د آئي اېس اېس آئيد بورډ آف ګورنرز چيئرمين سفير خالد محمود، په پاکستان كښې د قازقستان سفير يرزھان کستافن، کوآرډينيټر جنرل، او آئي سي-کامسټيك پروفيسر ډاکټر محمد اقبال چوهدري او نورو هم وېنا وكړه۔ فهد هارون ووئيل د جمهوريه قازقستان د صدر دا دوره د مشترکه وژن، شريك باور او د همكارا قامي مفادات د تجديد يو تزويراتي اړخ ٶ٬ د تزويراتي شراکت دارۍ په اړه په مشتركه اعلاميه لاسليك د پاکستان-قازقستان اړيكې په رسمي توګه لوړې كچې ته د رسولو څرګندونه ده او د اوږدې مودې مرستې لپاره يو تل پاتې سياسي فرېم ورك وركوي۔ ده ووئيل دا كنفرنس د علامتي اړخونو نه وړاندې عملدرآمد ته پام لرنه كښې خوښي لري۔۔ ده ووئيل توان او په قدرتي وسائلو كښې مرسته د دې تزويراتي شراكتدارۍ يوه بله ستن ده٬کان کني، ارضياتي علوم، پټروليم او د تجديد وړ توان په څانګو كښې كېدونكې لوظنامې او مفاهمتونه د دې خبرې اعتراف دے چې د توان تحفظ او د وسائيلو پرمختګ په تل پاتې ترقۍ كښې بنيادي کردار لوبوي٬ ځكه چې دواړه هېوادونه د پاك٬ مضبوط او د متنوع توان په لارو روان دي ٬ په دې څانګو كښې مرسته مشتركه حل او تکنيکي تبادلې ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل پاکستان قازقستان يوازې يو دوه اړخيزه شراكتدار نه بلكې مېنځنۍ آسياء سره خپلې پراخه اړيكې يو كليدي ستن ګڼي٬ اوسنۍ صدارتي دورې سره رامخې ته شوے رفتار په ځاے ساتل او دا په مستقل پېشرفت بدلول ضروري دے٬ دې لپاره د دواړو اړخونو لخوا عزم٬ همكاري او تلسل ضروري دے۔