حكومتي اقدامات او موثرې نګرانۍ څخه هېواد كښې د څو مياشتو څخه كوم نوے د پوليو كيس نه دې رامخې ته شوے ۔ډاكټر نيلسن عظيم

اسلام آباد 12فروری(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي پاريلماني سېكرټري ډاكټر نيلسن عظيم وئېلي دي د حكومتي اقدامات او موثره نګرانۍ څخه په هېواد كښې د څو مياشتو څخه كوم نوے د پوليو كيس نه دې رامخې ته شوے۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په هېواد كښې د پوليو نوو كيسونو رامخې ته كېدو په اړه د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې پارليماني سېكرټري نيلسن عظيم ايوان ته …

اسلام آباد 12فروری(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي پاريلماني سېكرټري ډاكټر نيلسن عظيم وئېلي دي د حكومتي اقدامات او موثره نګرانۍ څخه په هېواد كښې د څو مياشتو څخه كوم نوے د پوليو كيس نه دې رامخې ته شوے۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په هېواد كښې د پوليو نوو كيسونو رامخې ته كېدو په اړه د پام راګرځولو نوټس په ځواب كښې پارليماني سېكرټري نيلسن عظيم ايوان ته ووئېل د حكومتي اقدامات څخه په هېواد كښې د پوليو وائرس كم شوے دے٬ د كال 2004 په نسبت سږ كال د پوليو كيسونه ډېر كم شوي دي۔ده ووئيل وزيراعظم د پوليو كيسونو څارنې لپاره ټاسك فورس جوړ كړے چرته چې هغه پخپله د دې مانيټرنګ كوي۔د څو مياشتو څخه پنجاب٬بلوچستان او سندھ پشمول نورو سيمو كښې كوم پوليو كيس نه دې رامخې ته شوے۔حكومت د پوليو خاتمې لپاره هڅې كوي او هم دغه وجه ده چې په 11 مياشتو كښې كوم كيس نه دې رامخې ته شوے۔بلوچستان څخه 14 مياشتې٬پنجاب 11 او سندھ كښې 5 مياشتو څخه كوم كيس نه دې رامخې ته شوے ۔