وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام سره د ملګرو ملتونو ډپټي سپیشل ریپریزنټیټو اندریکا رتواتے په مشرۍ كښې د پلاوي ملاقات، د كډوالو او سيمه اېزې مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔12فروري (اے پي پي)د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام سره د ملګرو ملتونو سېكر ټري جنرل ډپټي سپیشل ریپریزنټیټو اندریکا رتواتے په مشرۍ كښې پلاوي د زيارت په ورځ په وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د كډوالو او سيمه اېزې مرستې په چارو خبرې وشوې ۔ د جاري بیان تر مخه ملاقات کښې وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د كډوالو په كوربتوب كولو …

اسلام آباد۔12فروري (اے پي پي)د کشمیر، ګلګت بلتستان او سیفران وفاقي وزير انجینئر امیر مقام سره د ملګرو ملتونو سېكر ټري جنرل ډپټي سپیشل ریپریزنټیټو اندریکا رتواتے په مشرۍ كښې پلاوي د زيارت په ورځ په وزارت كښې ملاقات وكړو چې پكښې د كډوالو او سيمه اېزې مرستې په چارو خبرې وشوې ۔ د جاري بیان تر مخه ملاقات کښې وفاقي وزیر انجینئر امیر مقام د كډوالو په كوربتوب كولو د پاکستان اوږد مهاله کردار رامخې ته كولو سره ووئېل هېواد د څلورو لسيزو تر زياتې مودې د افغان كډوالو په پراخه زړه كوربتوب كړے كوم چې د معاشي او امنيتي چیلنجز باوجود انساني خواخوږۍ د عزم عکاسي كوي ۔ وفاقي وزیر د دې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان د نړيوالو اصولو او دوه اړخيزه مفاهمت تر مخه د كډوالو محفوظه، د وقار سره ، په منظم ډول او رضاکارانه ستنېدل باوري كولو له عزم لري ۔ ده ووئېل پاکستان د موثره ستنېدو انتظام لپاره د پولې پورې د مضبوطې رابطه کارۍ او سمو شمېرو د تبادلې اهمیت تسلیموي ۔ د پرله پسې مرستې هر كلي سره وفاقي وزیر د ملګرو ملتونو سره په تکنیکي كچه روابط زياتولو او د كډوالو د ستنېدو نظام او طریقه کار ښه كولو لپاره د پاکستان امادګي څرګنده كړه ۔اندریکا رتواتے د كډوالو په اړه د پاکستان د ليسزو نه د كونكې مېلمستيا ستائنه وكړه او د كډوالو او د كوربه کمیونټیز معاونت لپاره يې د پاکستان او ملګرو ملتونو ادارو تر مينځه په روانه مرسته خبرې وكړې ۔ په دې موقع سیکریټري سیفران ظفر حسن، پاکستان كښې د یو این ایچ سي آر استازې فلیپا کینډلر او د كډوالو لپاره چیف کمشنر عصمت اللہ شاہ هم موجود وو ۔