اسلام آباد۔12فروري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د هېواد د آبادۍ يوه لويه برخه په مېرمنو مشتمله ده او له دې كبله د مېرمنو معاشي او سياسي شموليت د هېواد پرمختګ لپاره ضروري دے۔ د مېرمنو قامي ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل مېرمنې غړې په قانون سازۍ كښې فعاله او مؤثر كردار ترسره كوي٬ وېمن پارلیمنټری کاکس د مېرمنو د …
د ميرمنو معاشي او سياسي شموليت د هيواد پرمختګ لپاره ضروري دے: د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د ميرمنو نړيوالې ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔12فروري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي د هېواد د آبادۍ يوه لويه برخه په مېرمنو مشتمله ده او له دې كبله د مېرمنو معاشي او سياسي شموليت د هېواد پرمختګ لپاره ضروري دے۔ د مېرمنو قامي ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل مېرمنې غړې په قانون سازۍ كښې فعاله او مؤثر كردار ترسره كوي٬ وېمن پارلیمنټری کاکس د مېرمنو د حقونو تحفظ له فعاله ګامونه اخلي٬ پارليمان د مېرمنو تحفظ او د هغوي اختيارمندې له مهمه قانون سازي كوي٬ د انجونو زده كړو ته ودې وركولو له اقدامات د روښانه سباؤن ضمانت دے۔ سردار اياز صادق ووئيل تلپاتي پرمختګ لپاره مېرمنې اختيارمندې جوړول ضروري دي٬ د پاكستان په پرمختګ كښې د مېرمنو كردار د ستائنې وړ دے٬ده ووئېل فاطمه جناح او د بېنظير بھټو پشمول د مېرمنو لارښودو خذمات د تاريخ يو روښانه باب دے٬ د مريم نواز كاركردګۍ ثابته كړه چې مېرمنې په هره څانګه كښې لارښودنه كولې شي۔ زده كړې ٬ روغتيا او معيشت كښې د پاكستانو مېرمنو په زړه پورې خذمات د ستائنې وړ دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مېرمنو له يو برابر موقعې او محفوظ چاپیريال برابرول ضروري دي۔








