د صدر مملكت آصف علي زرداري په كاناډا كښې د ډزو په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د كاناډا حكومت او اولس سره غمرازي

اسلام آباد۔12فروری (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د برټش کولمبیا په ټمبلر رج سيمه كښې د ډزو افسوس وړ پېښی څخه وروستو د كاناډا حكومت او اولس سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د پېښې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان په كومو كښې چې يو شېر زده كوؤنكي …

اسلام آباد۔12فروری (اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د برټش کولمبیا په ټمبلر رج سيمه كښې د ډزو افسوس وړ پېښی څخه وروستو د كاناډا حكومت او اولس سره غمرازي ښكاره كړې ده۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د پېښې په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان په كومو كښې چې يو شېر زده كوؤنكي هم شامل وو د افسوس څرګندونه وكړه او ژوبل شوو لپاره يۍ د زر روغتيا دعا وكړه۔ ده د رائل کېنېډین ماؤنټډ پولیس او اېمرجنسی عملې همت او فوري كارروايۍ ته پېرزوئنې وړاندې كړې كومو چې په صورت حال قابو موندلو له تندۍ سره كار وكړو۔ صدر مملکت ووئيل پاكستان د غم په دې موقع خپلو کېنېډین ورونړو خوېندو سره د يووالي څرګندونه كويِ ده ووئيل د پاكستان حكومت د هرقسمه تشدد غندنه او امن او زغم ته وده وركولو سره د خپل پېوستون پخلے كوي۔