اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي چ حكومت ټولې ادائيګۍ په وخت او ښې طريقې سره كوي او د منظور شوو پروګرامونو له مخې تر نړيوالو منډيانو د رسنې امكانات لټوي چې پكښې وړومبې پانډا بانډ او ګلوبل ميډيم ټرم نوټ فريم ورك شامل دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ نړيوال سرمايه كارو يو اعلٰی كچ پلاوي …
حكومت ټولې ادائيګۍ په وخت او ښه طريقې سره كوي۔د خزانې او محصولات وفاقي وزير اورنګزېب د نړيوالو سرمايه كارو پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي چ حكومت ټولې ادائيګۍ په وخت او ښې طريقې سره كوي او د منظور شوو پروګرامونو له مخې تر نړيوالو منډيانو د رسنې امكانات لټوي چې پكښې وړومبې پانډا بانډ او ګلوبل ميډيم ټرم نوټ فريم ورك شامل دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ نړيوال سرمايه كارو يو اعلٰی كچ پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔پلاوي كښې د انټرنېشنل فنانس كارپورېشن٬برټش انټرنېشنل انويسټمنټ آسيائي پرمختيائي بانك او بالتور و كيپټل استازي شامل وو۔په ملاقات كښې د شخصي څانګې په مشرۍ كښې د پرمختګ به وده٬د سرمايه كارۍ په حصول او د پاكستان اصلاحاتي ايجنډې ملاتړ له مرستې ته لا پام لرنه وشوه۔د خزانې وزير انټرنېشنل فنانس كارپورېشن٬برټش انټرنېشنل انويسټمنټ٬آسيائي پرمختيائي بانك د پاكستان اوږد مهاله پرمختيائي شراكتدار ګرځولو سره په خاص توګه د نجي څانګې مالي معاونت او ځايې كرنسۍ كښې د سرمايه كارۍ د اقدامات په اړه د دوي د زيات شوي شموليت هركلے وكړو۔مخبرو كښې د نجي څانګې سرمايه كارۍ ته تحفظ وركولو او په دې كښې پراختيا٬ د خپلواكۍ خطرو كښې كمے او د جديد ځايې كرنسۍ فنانسنګ طريقه كار د لارې د نجي څانګې شراكتدارۍ زياتولو په اهميت هم زور راوړلے شو ۔د خزانې وزير پلاوې پاكستان كښې روان تجارتي آزادو پروګرامونو په اړه خبر كړو چې پكښې مسابقت زياتول او د تحفظاتي خنډانو خاتمې لپاره ټيرف معقول جوړول شامل دي۔ګډون كوونكو ملكي او غېر ملكي سرمايه كارۍ متحرك كولو٬سرمايه كارۍ په اړه ټد يكس ډهانچو معقول كولو او د پائيدار سرمائې جوړولو لپاره د نجي ايكويټي پليټ فارم پائپ لائن جوړولو په اهميت زور راوړو۔ده د ټيكس اصلاحات٬سرمايه كارۍ سهولت كارۍ او مجموعي كاروباري ماحول ښه كولو په اړه د حكومت سره د پرله پسې مرستې په ضرورت هم اتفاق وكړو ډلو شراكتدارو لا قوي كولو او پاكستان لپاره مستحكم٬سرمايه كار دوست او د نجي څانګې په مشرۍ كښې د پرمختګ ماډل پلو پېشرفت تندولو ته اتفاق وكړو








