د ترهه ګرو نه كوم مذهب لري نه دين٬ د دښمن د قامي يو والي او اتحاد له مينځه وړولو ناپاك شازش ناكامه شو ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د امام بارګاه خديجته الكبرې دورې په موقع د شهدا خپلوانو او كورنيو سره خبرې

اسلام آباد ۔11 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په ترلائي كښې په امام بارګاه بريد كښې د شهيدانو كورنيو لپاره د 50 لاكهه روپو سړي سر ٬ زياتو ژوبل شوو لپاره د 30 لاكهه سړي سر ٬ لږو ژوبل شوو لپاره د 10 لاكهه روپو سړي سر او د بريد كونكې د مخ نيوي په هڅې كښې د ځان نذرانه وركونكې عون عباس كورنۍ لپاره د يو كروړ …

اسلام آباد ۔11 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په ترلائي كښې په امام بارګاه بريد كښې د شهيدانو كورنيو لپاره د 50 لاكهه روپو سړي سر ٬ زياتو ژوبل شوو لپاره د 30 لاكهه سړي سر ٬ لږو ژوبل شوو لپاره د 10 لاكهه روپو سړي سر او د بريد كونكې د مخ نيوي په هڅې كښې د ځان نذرانه وركونكې عون عباس كورنۍ لپاره د يو كروړ روپو د مرستې اعلان سره وئېلي دي ترهه ګر نه كوم مذهب لري نه دين٬د دښمن د قامي اتحاد او يووالي له مينځه وړولو ناپاكه سازش ناكامه شو٬ د ترهه ګرو خلاف به جهاد كول وي٬ د وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كوونكو ادارو او د پوليس ځوانانو قربانيو ته سلام كوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د امام بارګاه خيجته الكبرې دورې په موقع د شهدا خپلوانو او كورنيو سره د خبرو په مهال وكره۔ وزيراعظم په دې دردناكه پیښه د افسوس څرګندونې سره ووئېل د دې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده۔ ده ووئېل د ترهه ګرو نه كوم مذهب شته نه دين٬ خنګه چې معصوم بزګان او ځوانان شهيدان كړے شول په دې ټول قام غم جن دے او هر مكاتب فكر لرونكو د دې پیښې سخته غندنه كړې ده ٬ د دښمن د قامي وحدت او يو والي د مينځه وړولو ناپاك سازش خاورې شو ۔ وزيراعظم ووئېل د شهدا قربانۍ به بے ځايه نه ځي ٬ ده د پوليس ٬ وسله والو ځواكونو او قانون نافذ كونكو ادارو ځوانانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپلو سرونو قربانۍ وركړې او ترهه ګر يې جهنم ته ولېږل۔ وزيراعظم ووئېل قام د شهدا د قربانيو پوره وړے دے ۔ ده د شهدا لوړو درجو او د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا كولو سره د شهدا لپاره سړي سر د 50 لاكهه ٬ د زياتو ژوبل شوو لپاره سړي سر د 30 لاكهه او د عامو ژوبل شوو لپاره د 10 لاكه سړي سر مرستې اعلان وكړو۔وزيراعظم د چاودنې د ځائے څارنه هم وكړه او د پیښې تفصيلات يې معلوم كړل۔ وزيراعظم ته وئېل شول په پیښه كښې ككړ عناصر خلاف نوښار كښې سي ټي ډي كامياب آپرېشن كړے ۔ وزيراعظم د شهيد عون عباس كور ته هم لاړو او د هغه كورنۍ سره يې د زړه نه د غمرازي او لاس نيوې كولو سره شهيد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د بريد كونكې ايسارولو كښې د خپل ځان قرباني وركړه ۔ وزيراعظم د شهيد وارثانو لپاره د يو كروړ روپو د مرستې اعلان هم وكړو ۔ دغسې د امام بارګاه منتظيمين او د شهدا خپلو د وزيراعظم مننه وكړه ۔ هغوي ووئېل تاسو زمونږ درد محسوس كړو۔ وزيراعظم د هغه چا لپاره د چا ګته كوونكې چې شهيدان شوي د روزګار وركولو هم اعلان وكړو۔ په دې موقع د كورنيو چارو وزير محسن نقوي٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ ٬ د پارلماني چارو وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري ٬ وزير مملكت طلال چوهدري او نور لوړ پورو پشمول د اسلام آباد څخه د اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔