د خېبرپښتونخوا پوليس مېړنو زامنو د فرض په لاره كښې د شهادت لوړه درجه ترلاسه كړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ډېره اسماعيل خان كښې په پوليس د فتنه الخوارج ترهه ګرو د ډزو پېښې غندنې كولو سره وئېلي دي د خېبرپښتونخوا پوليس مېړنو زامنو د فرض په لاره كښې د شهادت لوړه درجه ترلاسه كړ ه ۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شهيدو شوو څلورو پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې …

اسلام آباد 11فروری (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ډېره اسماعيل خان كښې په پوليس د فتنه الخوارج ترهه ګرو د ډزو پېښې غندنې كولو سره وئېلي دي د خېبرپښتونخوا پوليس مېړنو زامنو د فرض په لاره كښې د شهادت لوړه درجه ترلاسه كړ ه ۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شهيدو شوو څلورو پوليس اهلكارو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كړې او د شهيدوش وو پوليس اهلكارو كورنيو سره يې د يو والي غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د پوليس اهلكارو قربانۍ به بې ضائع نه ځي٬خېبرپښتونخوا كښې امن لپاره د پوليس قربانو ته پيرزوئنې وړاندې كوو ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ژوبل ډي ايس پي زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔