وفاقي وزير خالد حسين مګسي سره د تركيه صنعت او ټيكنالوجۍ نائب وزير كاظم ګونولو په مشرۍ كښې د اعلی كچې پلاوي ملاقات ٬ د سائنس او ټيكنالوجۍ په څانګه كښې همكارۍ ته په ودې وركولو اتفاق

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير خالد حسېن مګسی سره د تركيه د صنعت او ټېكنالوجۍ نائب وزير کاظم ګونولو په مشرۍ كښې د اعلی كچ يو پلاوي د شورو په ورځ ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او تركيه ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې په روانه مرسته او سباؤن كښې په ګډ اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع …

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير خالد حسېن مګسی سره د تركيه د صنعت او ټېكنالوجۍ نائب وزير کاظم ګونولو په مشرۍ كښې د اعلی كچ يو پلاوي د شورو په ورځ ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او تركيه ترمينځه د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې په روانه مرسته او سباؤن كښې په ګډ اقدامات د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي سېكرټري شاهد بلوچ هم موجود ؤ۔ وفاقی وزیر خالد حسېن مګسی ووئيل د پاكستان او تركيه ترمينځه سائنسي او تكنيكي مرسته د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې پرله پسې وده مومي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو همكاري د تحقيق ٬ جدت او صنعتي پېداوار نوې موقعې رامخې ته كوي۔ وفاقي سېکرټري ډاكټر شاهد بلوچ په بريفنګ كښې ووئيل د پاکستان او ترکیه ترمينځه تر دې دمه 33 د اعلی معيار شريكو منصوبو ته فنډ وركړے شوے ۔ ده ووئيل دا منصوبې نه يوازې د پاكستان تحقيقي صلاحيت زياتوي بلكې نړيواله همكاري هم مضبوطوي۔ په ملاقات كښې په دې خبره هم اتفاق وكړے شو چې د مرستې عمل تندولو سره به نوي مشتركه اقدامات پیل كړې شي۔ دواړو اړخونو د تجارت په څانګه كښې مسابقت زياتولو ٬ معیاری ډھانچه هم آهنګ كولو او د سرمايه كارۍ موقعو له ودې وركولو له د خپل عزم پخلے وكړو۔ ملاقات په زړه پورې چاپېريال كښې ترسره شو او په سباؤن كښی د اعلی كچې رابطو په جاري ساتلو اتفاق وكړے شو