شهادتونه د تاریخ رخ بدلوي ، د کشمیر د آزادی نمر به ضرور راخيژي، مشعال ملک

اسلام آباد۔11فروري(اے پي پي)د جموں و کشمیر حریت لارښود یاسین ملک كور ودانې مشعال ملک وئېلي دي د نن ورځ (11 فروري يوازې يوه نېټه نه بلكې يو غږ دے ،دا هغه ورځ ده چې يو بدن په سولۍ كړے شو خو نظریه د عمر لپاره امر کړې شوه ،شهادتونه د تاریخ رخ بدلوي ، د کشمیر د آزادۍ نمر به ضرور راخيژي ۔ دا خبره هغې د کشمیر شهيد …

اسلام آباد۔11فروري(اے پي پي)د جموں و کشمیر حریت لارښود یاسین ملک كور ودانې مشعال ملک وئېلي دي د نن ورځ (11 فروري يوازې يوه نېټه نه بلكې يو غږ دے ،دا هغه ورځ ده چې يو بدن په سولۍ كړے شو خو نظریه د عمر لپاره امر کړې شوه ،شهادتونه د تاریخ رخ بدلوي ، د کشمیر د آزادۍ نمر به ضرور راخيژي ۔ دا خبره هغې د کشمیر شهيد مقبول بټ د كليزې په موقع خپل پیغام كښې وكړه۔ هغې ووئېل د کشمیر شهيد مقبول بټ هغه نامه ده د كومې د ورانولو چې هر سازش پخپله وران شو خو د هغه پیغام نن هم د کشمیریانو په وينه كښې ګرځي ۔ هغې ووئېل هغه اوښودل چې آزادي غوښتلې كېږي نه تروړلې شي ، د سر ښكته كولو نه ښه ده چې سر غوڅ شي ، هغې پوښتنه وكړه آيا د حق غږ په سولۍ غلے كېدے شي ،ولې زنځيزرونه د قام خوبونه بندي كولې شي ، هغې ووئېل د مقبول بټ شهادت ثابت کړه چې په وقتي طور د ظلم شور زياتېدې شي خو انجام يې عمر له د حق د بريا وي ۔مشعال ملک ووئېل مقبول بټ يو كس نه بلکې فکر دے او فکر کله ښخېدې نشي ،مقبول بټ په دار كړے شو خو کشمیر کته حوصلہ تر لاسه شوه ،ظلم بدن يوړو خو نظریه نن هم ژوندۍ ده ۔