اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وياند او د ماحوليات او آبي وسائلو كارپوهه سليم شېخ وئيلي دي د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو ادعا د غندنې وړ او د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده٬ اوبه د كوم هم هېواد كورنۍ معامله نه بلكې دا د سيمې د سلامتيا ٬ استحكام او پرمختګ بنيادي برخه ده۔ د شورو په ورځ اے پي …
د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو ادعا د غندنې وړ ده ٬ اوبه د سيمې سلامتيا سره تړلې معامله ده: سليم شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وياند او د ماحوليات او آبي وسائلو كارپوهه سليم شېخ وئيلي دي د هند لخوا د سندھ طاس لوظنامې معطل كولو ادعا د غندنې وړ او د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده٬ اوبه د كوم هم هېواد كورنۍ معامله نه بلكې دا د سيمې د سلامتيا ٬ استحكام او پرمختګ بنيادي برخه ده۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې ده ووئيل په كال 1960ء كښې په شوې سندھ طاس لوظنامه په بشپړه توګه عمل روان دے او كوم هم فريق په يو اړخيزه توګه د دې د منسوخ كولو اختيار نه لري۔ ده نړيوالې ورورولۍ او د نړيوال بنك پشمول د لوظنامې ضامن ادارو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي سمدستي مداخلت وكړي دغسې چې د اوبو په وسائلو د زياتېدونكي تاؤتريخوالي مخه ونيولې شي۔ ده په ډاګه كړه چې پاكستان به د خپلو آبي حقونو تحفظ له ټولې قانوني او نړيوالې سرچينې كاروي او د سندھ لوظنامې كومه هم خلاف ورزي به ونه زغملې شي








