د ايس ايس يو اهلكارو ته د چينايۍ ژبې تربيه وركولو له د كے پي پوليس او نمل ترمينځه لوظنامه لاس ليك شوه

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پولیس سپېشل سکیورټي یونټ (اېس اېس یو) اهلکارو ته د چينائي ژبې رسمي تربيې وركولو له د خېبر پښتونخوا پوليس نېشنل یونیورسټی آف ماډرن لېنګوېجز (نمل) سره د تفاهم يادښت (اېم او یو) لاس ليك كړو ۔ په سېنټرل پولیس آفس پېښور كښې د يوې مهمې دستورې په مهال د تفاهم په يادښت د خېبر پښتونخوا پوليس لخوا کمانډنټ اېس اېس یو ډآ …

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا پولیس سپېشل سکیورټي یونټ (اېس اېس یو) اهلکارو ته د چينائي ژبې رسمي تربيې وركولو له د خېبر پښتونخوا پوليس نېشنل یونیورسټی آف ماډرن لېنګوېجز (نمل) سره د تفاهم يادښت (اېم او یو) لاس ليك كړو ۔ په سېنټرل پولیس آفس پېښور كښې د يوې مهمې دستورې په مهال د تفاهم په يادښت د خېبر پښتونخوا پوليس لخوا کمانډنټ اېس اېس یو ډآ آئي جي غلام مبشر مېکن او د نمل پوهنتون پېښور كېمپس لخوا ریجنل ډائرېکټر برېګېډیئر (ر) طارق علي لاس ليك وكړو۔ د لوظنامې بنيادي مقصد د اېس اېس یو افسرانو او اهلكارو له د چينائي ژبې عملي او پېشه وره تربيه وركول دي دغسې چې هغوي په صوبه كښې مېشته چينائي وګړو ، پوهانو او سرمايه كارانو سره مؤثره رابطې وساتلې شي او د امنيتي ذمه وارو په ترسره كولو كښې نورو بهتري رامخې ته كړې شي۔ په دې موقع انسپکټر جنرل آف پولیس خېبر پښتونخوا ذوالفقار حمید ووئيل په موجوده دور كښې نړيواله مرسته او په زيات شمېر كښې د بهرنيو كسانو پاكستان ته راتللو تر مخه عصري لساني مهارتونه ترلاسه كول زيات ضروري شوي۔ ده ووئيل چينائي ژبه زده كولو سره به د اېس اېس يو اهلكارو پېشه ور صلاحيتونه زيات شي او پاك چين ملګرتيا تر مخه به د بېلو پرمختيائي منصوبو سكيورټي لا مؤثره كړې شي۔ کمانډنټ اېس اېس یو ډي آئي جي غلام مبشر مېکن په دې موقع ووئيل دا اقدام د اهلكارو د كار استعداد زياتولو پلو يو مهم پېشرفت دے۔ برېګېډیئر (ر) طارق علي ووئيل نمل پوهنتون د عصري ژبو ښودلو په اعتبار سره يوه ځانګړې اداره ده او هغه به د خېبر پښتونخوا پوليس اهلكارو ته معياري او مؤثره تربيه وركولو كښې هره ممكنه مرسته كوي