تعليم ته په قامي كچه وړومبۍ پام لرنه كېږي ٬ نالج اكانومي او مصنوعي زيركتيا د سباؤن لارې دي: د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي په روان تند رفتاره دور كښې دا پرېكړه كول مهمه ده چې مونږ له څه ترلاسه كول دي۔ نالج اکانومي او مصنوعی زيركتيا زمونږ سباؤن دے ځكه مونږ له به تعليم او دانائۍ ته پام لرنه كول وي او نصاب د دےې زړه دے۔ قامي نصاب كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير …

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي وئيلي دي په روان تند رفتاره دور كښې دا پرېكړه كول مهمه ده چې مونږ له څه ترلاسه كول دي۔ نالج اکانومي او مصنوعی زيركتيا زمونږ سباؤن دے ځكه مونږ له به تعليم او دانائۍ ته پام لرنه كول وي او نصاب د دےې زړه دے۔ قامي نصاب كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل نړۍ په بيړه بدليږي او كوم قامونه چې پخپله د بدلېدو اراده نه لري ٬ وروستو پاتې كيږي۔ ډاكټر خالد مقبول صديقي ووئيل كوم هم هېواد يوازې پرمختګ نه كوي بلكې ټوله منطقه پرمختګ كوي بياهم مونږ له به دا منل وي چې مونږ په خپله منطقه كښې مخ په شا روان يوو۔ ده ووئيل په 1947 كښې د لوئيديز پاكستان آبادي نزدې 2 نيم كروړه وه او مسائل هم موجود وو۔ په دغه وخت كښې زمونږ ګاونډي هېوادونه زياتې بې وزلۍ ٬ قدرتي آفتونو او سماجي كړكېچونو سره مخ وو۔ په چين كښې قحط او لوږه عامه وه، جاپان د اتومي تباهۍ عذاب څخه تېر شوے او كوريا او ملائيشيا په نړيواله منظرنامه كښې كوم خاص مقام نه لرلو۔ ولې نن دغه هېوادونه د پرمختګ په زغل كښې وړاندې روان دي۔ ده ووئيل مونږ له به د پرمختګ كړې نړۍ ماډلز څخه زده كړه كول وي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پاكستان په 25 كروړه آبادۍ كښې نزدې 60 فيصده ځوانان دي كوم چې ډګرۍ په لاس د روزګار موقعې لټوي۔ د دې صورتحال تر مخه دوي ته ډګرۍ وركولو سره سره كوم هنر ښودل هم ضروري دي۔ ده ووئيل كه مونږ په وخت سمې پرېكړې ونه كړې نو په تند رفتارۍ نړۍ كښې به مونږ شاته پاتې شو ٬ له دې كبله ضروري ده چې مونږ اجتماعي عزم سره تعليمي اصلاحات مخ په وړاندې بوځوو۔