اسلام آباد11فروری (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په پاكستان كښې د جمهوريه قازقستان سفير يرژان كستافين ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د موسمياتي او ماحولياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال سفير د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توقايف او د هغه د پلاوي اوسنۍ د پاكستان دورې …
د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره د قازقستان سفير ملاقات٬ د سيمه ايزو ماحولياتي مشرانو په غونډه كښې د ګډون بلنه

مزید خبریں
اسلام آباد11فروری (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په پاكستان كښې د جمهوريه قازقستان سفير يرژان كستافين ملاقات كړے دے ۔د شورو په ورځ د موسمياتي او ماحولياتي بدلون او ماحولياتي هم غږۍ لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال سفير د جمهوريه قازقستان صدر قاسم جومارت توقايف او د هغه د پلاوي اوسنۍ د پاكستان دورې په موقع د كړي ښه كوربتوب د پاكستان حكومت مننه وكړه۔هغوي د پاكستان او قازقستان ترمينځه د ورورولۍ اړيكو په اړه د اطمينان څرګندونه وكړه ۔سفير وفاقي وزير ته راتلونكې اپريل مياشت كښې آستانه٬قازقستان كښې په كېدونكې د سيمه ايزو ماحولياتي مشرانو په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه۔په دې موقع وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د بلنې هركلي كولو سره ووئېل د پاكستان او قازقستان ترمينځه تاريخي او كلتوري روابط موجود دي د كومو لا مستحكم كولو چې ضرورت دے۔دوي په دې امر زور راوړو چې دواړه هېوادونه د يو بل تجربو څخه ډېر زڅه زده كولې شي او شريكه مرسته او تجارت نه يوازې په دوه اړخيزه كچه بلكې تر پراخه مينځنۍ آسيا منطقې ودې وركولو بشپړ ګنجائش شته ۔په ملاقات كښې د قازقستان صدر د پاكستان دورې په مهال د لاس ليك شوو مفاهمتي يادښتونو(ايم او يو) د عملي پېشرفت په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ډلو مصنوعي ذهانت٬مالياتي ټيكنالوجي(فن ټيك)او اليكټرانك ګورننس په څانګو كښې په ممكنه شريكو پروژو او د مرستې امكانات جاج واخست۔د اوبو كمي٬موسمياتي بدلون او نورو ماحولياتي چېلنجونو پشان په مهمو چارو هم خبرې وشوې چې پكښې ماحولياتي تحفظ او د پائيدار پرمختګ لپاره په مرستې لا قوي كولو زور راوړلےشو ۔








