د تجارت وفاقي وزير جمام كمال خان سره د سعودي د سرمايه كارۍ مرستياله وزير ابراهيم المبارك ملاقات٬سرمايه كارۍ٬سيمه ايز ماركيټ مرستې ته پراختيا وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد11فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د شورو په ورځ د سعودي عرب د سرمايه كارۍ مرستياله وزير ابراهيم المبارك ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د تجارت٬سرمايه كارۍ او سيمه ايزو منډيانو كښې په مصروفيات كښې د دوه اړخيزه مرستې جاج واخستلے شو او دا مخ په وړاندې بوتللو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې اقتصادي مرستې لپاره د سرمايه …

اسلام آباد11فروری (اے پی پی)د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان سره د شورو په ورځ د سعودي عرب د سرمايه كارۍ مرستياله وزير ابراهيم المبارك ملاقات كړے دے ۔په ملاقات كښې د تجارت٬سرمايه كارۍ او سيمه ايزو منډيانو كښې په مصروفيات كښې د دوه اړخيزه مرستې جاج واخستلے شو او دا مخ په وړاندې بوتللو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔په ملاقات كښې اقتصادي مرستې لپاره د سرمايه كارۍ او د شراكتدارۍ په اډانه نقطه نظر خبرې وشوې۔دواړو هېوادونو د پاكستان برآمدۍ صلاحيت زياتولو او پائيدار طريقې څخه د زيات شوي سيمه ايز طلب تر سره كولو لپاره د مسابقت زياتولو٬پیداوار زياتولو او د ويليو چين قوي كولو په اهميت زور راوړ و ۔خبرو كښې سيمه ايزو منډيانو٬په خاص توګه مينځنۍ آسيا٬افريقه او تر آسيان هېوادونو په رسنه زياتولو خبرې وشوې ۔دواړو ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې پاكستان او سعودي عرب خپل خپل صلاحيتونه كارولو سره به د پاكستان پیداواري صلاحيتونو ته وده وركوي او تر ماركيټ رسنې او سيمه ايزو رابطو سره په خپل ځان د بشپړېدونكې شراكتدارۍ په توګه ساتلې شي۔د وريژو په څانګه كښې د سعودي ډلې د خوښۍ څرګندونې كولو سره پاكستان كښې د كارپوريټ فارمنګ كښې سرمايه كارۍ په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔په ملاقات كښې د دې خبرې ذكر هم وشو چې پاكستان وړاندې څخه د نړيوال معيار له مخې ايكسپورټ كوي او د كارپوريټ په پيمانه فارمنګ٬ميكانائزېشن٬اسټوريج او لاجسټكس كښې سرمايه كارۍ څخه د اوږد مهاله انتظامات له مخې پاكستان څخه سعودي عرب ته د وريژو پرله پسې برآمدات ممكن كوي۔په ملاقات كښې د سعودي وزير ابراهيم المبارك پيشه وره تربيت او د هنر په پرمختګ كښې د سعودي عرب تجربې شيئر كړي۔ملاقات كښې خاص وركشاپس او بزنس ټو بزنس مصروفيات د لارې د فالو اپ مخ په وړاندې بوتللو ته اتفاق وكړے شو د كوم مقصد چې د پاليسۍ صف بندۍ كوټلے تجارتي جريان٬د سرمايه كارۍ منصوبو او د روزګار موقعو پېدا كولو سره سره د دواړو هېوادونو اقتصادي اړيكې لا قوي كول دي۔