د سباٶن د رنځونو څخه خوندي كولو لپاره موثر اقدامات روان دي٬ د حفاظتي ټيکو نظام په جديد ډول سموٶ۔ سيد مصطفيٰ کمال

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي سباٶن د رنځونو څخه خوندي كولو لپاره موثره اقدامات روان دي٬ د حفاظتي ټيکو نظام په جديد ډول سموٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حفاظتي ټيكو وفاقي پروګرام (اي پي آئي) دفتر كښې د سولر سسټم لګولو دستورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د 55 نه …

اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) د صحت وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي سباٶن د رنځونو څخه خوندي كولو لپاره موثره اقدامات روان دي٬ د حفاظتي ټيکو نظام په جديد ډول سموٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د حفاظتي ټيكو وفاقي پروګرام (اي پي آئي) دفتر كښې د سولر سسټم لګولو دستورې په مهال خپلو خبرو كښې وكړه ۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د 55 نه زياتو رنځونو څخه بچ كېدو لپاره واكسين موجود دي ٬ په سعودي كښې د 43 قسمونو رنځونو څخه بچ كېدو لپاره واكسين وركړے كېږي٬ پاکستان كښې دا مهال ماشومانو ته 13 قسمه واكسين وركړے كېږي چې پكښې د سروائيکل کينسر څخه د بچ كېدو واكسين هم شامل دي كوم چې د ډبليو اېچ او، ګاوي او د نورو نړيوالو ادارو په مرسته اخستې كېږي۔ سيد مصطفيٰ کمال ووئيل حکومت انډونيزيا، چين او سعودي عرب څخه جديد ټيکنالوجي راوړي او د سعودي 11 كسيز پلاوي په دې وروستيو كښې د پاكستان دوره هم كړې ده۔ ده ووئيل اسلام آباد، آزاد کشمير او د ګلګت بلتستان 11 زره 600 وګړو ته د يونيورسل هيلتھ انشورنس له مخې د علاج سهولت وركړے كېږي٬ د پمز نه علاوه په 13 نورو روغتونونو كښې د وګړو درملنه پرې كږي دغسې چې پمز او په پولي کلينك د رنځورانو فشار كم شي۔ په د موقع د اېف ډي آئي ډائريکټر جنرل موسيٰ خان هم دستورې ته وېنا وكړه۔