اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره د يووالي څرګندونې او شهيدانو ته د پېرزوئنو وړاندې كولو قرارداد منظور كړے دے ۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف په دې لړ كښې د قرارداد وړاندې كولو اجازه وغوښته٬ په اجازه ترلاسه كېدو محرك قرارداد ايوان ته منظورۍ لپاره وړاندې كړو۔ …
قامي اسمبلۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره د يووالي څرګندونې او شهيدانو ته د پېرزوئنو وړاندې كولو قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 11 فروري (اے پي پي) قامي اسمبلۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره د يووالي څرګندونې او شهيدانو ته د پېرزوئنو وړاندې كولو قرارداد منظور كړے دے ۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف په دې لړ كښې د قرارداد وړاندې كولو اجازه وغوښته٬ په اجازه ترلاسه كېدو محرك قرارداد ايوان ته منظورۍ لپاره وړاندې كړو۔ د قرارداد په متن كښې وئيلي شوي دي چې دا ايوان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاك پوځ بې مثاله قربانيو او ټولو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي۔ دا ايوان د دې عزم پخلے كوي چې د شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي او قام د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ دا ايوان د پاك پوځ وظيفائي صلاحيتونو٬ مړانې او د قربانيو ستائنې كولو سره د هېواد سلامتيا٬ خوشحالۍ لپاره استحکام لپاره هلې ځلې ستائي۔








