حکومت د ځوانانو پرمختګ او روزګار لپاره جامع اقدامات كوي۔ رانا مشهود احمد خان

لاهور 11 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي حکومت ځوانانو ته د عزت روزګار وركول او دوي پخپلو پښو اودرولو لپاره جامع اقدامات كوي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ په ګلشنِ راوي كښې د يو اے اي په مرسته مستحق كسانو ته د مرستې سامان وركولو دستوره كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې …

لاهور 11 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان وئيلي دي حکومت ځوانانو ته د عزت روزګار وركول او دوي پخپلو پښو اودرولو لپاره جامع اقدامات كوي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ په ګلشنِ راوي كښې د يو اے اي په مرسته مستحق كسانو ته د مرستې سامان وركولو دستوره كښې وكړه۔ ده ووئيل د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې يوتھ پروګرام لا قوي كوٶ دغسې چې ځوانانو ته د نړيوال معيار تعليم او سكلز وركړې شي۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف په زيرك قيادت كښې سفارتي کاميابۍ ترلاسه كېږي٬ د هېواد معيشت په سم لور روان دے او نړيواله ورورولي پاکستان ته د عزت او احترام په نظر ګوري۔ ده ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف په امن کنفرنس كښې ګډون لپاره امريكې ته روان دے كوم چې د پاكستان د مثبت نړيوال كردار عكاسي ده۔ رانا مشهود احمد خان ووئيل د بهتر لائحې او جديد ټيکنالوجۍ په مرسته پاكستان د هند جنګي الوتكې نسكورې كړې او پاكستان په بنګله دېش د آئي سي سي د بنديزونو په اړه د ښې سفارتي لائحې د لارې بنګله دېشن د مالي زيان نه ساتلو كښې كردار لوبولے۔ ده ووئيل شين بېرغ د پاكستان اصل پېژندګلو او د وحدت علامت دے، بايد د دې بېرغ لاندې متحد شي۔ په دې موقع د متحده عرب امارات سفير سالم الزاهبي په مستحقين د مرستې سامان هم اوويشلو