اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د انفارمېشن ګروپ ګرېډ 20 سينئير افسر او په نېكټا كښې خذمات ترسره كوونكي كاشف زمان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده د ارواښاد پېشه ورو خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې كاشف زمان يو صلاحيت لرونكے ٬ محنتي او فرض شناس …
د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د انفارميشن ګروپ سينئر افسر كاشف زمان په مړينه خواشين اوښودله

مزید خبریں
اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د انفارمېشن ګروپ ګرېډ 20 سينئير افسر او په نېكټا كښې خذمات ترسره كوونكي كاشف زمان په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورو په ورځ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې ده د ارواښاد پېشه ورو خذماتو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې كاشف زمان يو صلاحيت لرونكے ٬ محنتي او فرض شناس افسر و چا چې په قومي ادارو كښې خپلې ذمه وارۍ په غوره ډول او اخلاص سره ترسره كړې۔ ده ووئيل د ارواښاد په حق رسېدل غمجنې كورنۍ لپاره يو نه ترسره كېدونكے زيان دے۔ سپيكر ووئيل مونږ د غم دړد په دې سخت وخت كښې غمجنې كورنۍ سره يو برابر شريك يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔








