د صدر آصف علي زرداري جاپاني مشرتابه له د قومي ورځې او سالګرې په موقع مباركي

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د جاپان قومی ورځې او سالګرې په موقعه شهنشاہ ناروہیتو، ملکه او جاپاني اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په دې موقع خپل يو خط كښې صدر مملكت د پاكستان او جاپان ترمينځه پخوانۍ او د ملګرتيا اړيكې په ډاګه كولو سره ووئيل چې دوه اړخيزه همكاري …

اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د جاپان قومی ورځې او سالګرې په موقعه شهنشاہ ناروہیتو، ملکه او جاپاني اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په دې موقع خپل يو خط كښې صدر مملكت د پاكستان او جاپان ترمينځه پخوانۍ او د ملګرتيا اړيكې په ډاګه كولو سره ووئيل چې دوه اړخيزه همكاري په بېلو څانګو محيط ده د نړيوال امن ٬استحكام او پرمتختګ په ګډه عزم اډانه لري۔ صدر مملكت ددې باور څرګندونه وكړه چې د شهنشاہ ناروہیتو په مشرۍ كښې به د پاكستان او جاپان اړيكې په راتلونكو كلونو كښې لا مضبوطې او ژورې شي۔ صدر آصف علي زرداري د جاپان شهنشاه او ملكې روغتيا لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت جاپاني اولس له د دوامدار پرمختګ او سوكالۍ دعا هم وكړه۔