اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د انقلاب اسلامي ايران لارښود سيد آيت اے علي خامنه اي او ايراني اولس له د اسلامي انقلاب په 47 مه سالګره مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د ايولان صدر ميډيا ونګ له مخې په خپل خط كښې صدر مملكت ووئيل د پاكستان او ايران اړيكې د ګډ تاريخ ٬ ژبې ٬ كلتور او جغرافيې په بنياد يو بل …
د صدر مملكت آصف علي زرداري ايراني مشرتابه له د اسلامي انقلاب په سالګره مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد۔11فروری(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د انقلاب اسلامي ايران لارښود سيد آيت اے علي خامنه اي او ايراني اولس له د اسلامي انقلاب په 47 مه سالګره مباركي وركړې ده۔ د شورو په ورځ د ايولان صدر ميډيا ونګ له مخې په خپل خط كښې صدر مملكت ووئيل د پاكستان او ايران اړيكې د ګډ تاريخ ٬ ژبې ٬ كلتور او جغرافيې په بنياد يو بل سره تړلي دي كومې چې د كلونو په مهال لا مضبوطې او او مستحكمې شوي دي۔ ده ددې يقېن څرګندونه وكړه چې د ورورولۍ دا جذبه به نوره هم وده ومومي او د دواړو هېوادونو او منطقې په سوكالۍ ٬ استحكام او همغږۍ كښې به د خپلې برخې كردار ترسره كړي۔ صدر مملکت د سید اے علی خامنه ای ښه صحت لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ صدر آصف علي زرداري د ايران اولس لپاره د امن ٬ برمختګ او سوكالۍ دعا هم وكړه۔








