اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي) سینیټر سید وقار مهدي وئېلي دي په مسجد خدیجۃ الکبریٰ رامخې ته ځان مرګے بريد دېر د افسوس او غندلو وړ پیښه ده ٬ د كوم چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده ۔ د نهې په ورځ سېنېټ كشې ده ووئېل بے ګناہ مونځ ګزار د سجدې په حالت كښې شهیدان شول كومه چې ډېره دردناکه پیښه ده ۔ په سېنېټ د بحث په …
د مسجد خدیجۃ الکبریٰ پیښه د غندلو وړ ده ، د ترهه ګرۍ په شا دښمن عناصر او بهرني سازشونه موجود دي،سینیټر سید وقار مهدي

مزید خبریں
اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي) سینیټر سید وقار مهدي وئېلي دي په مسجد خدیجۃ الکبریٰ رامخې ته ځان مرګے بريد دېر د افسوس او غندلو وړ پیښه ده ٬ د كوم چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده ۔ د نهې په ورځ سېنېټ كشې ده ووئېل بے ګناہ مونځ ګزار د سجدې په حالت كښې شهیدان شول كومه چې ډېره دردناکه پیښه ده ۔ په سېنېټ د بحث په مهال سینیټر وقار مهدي شهید ماشوم عون عباس ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل هغه د خپل ځان په قربانولو د سوونو كسانو ژوند بچ كړو ، كه هغه ترهه ګر نه ؤ ايسار كړے نو ځاني زيان ډېر زيات كېدو شو ۔ ده سفارش وكړو چې عون عباس ته د مرګ نه پس د شجاعت تمغه وركړې ۔ده ووئېل د ترهه ګرۍ په شا دښمن عناصر او بهرني سازشونه موجود دي ، خو پاکستان به كله هم تقسيم له ورنه كړے شي ۔ ده د وسله وال پوځ، قانون نافذ کوونكو ادارو او د وګړو قربانیو ته پېرزوئنې وراندې كړې ۔سینیټر وقار مهدي زور راؤړو چې د ترهه ګرۍ خلاف وړاندې كړي تجاویز باندې دې په جدي توګه عملدرآمد او استخباراتي نېټ ورك له مضبوط كړے شي۔ ده اوسل ته غږ وكړو چې هغه د ترهه ګرۍ خلاف قامي يو والي مظاهرہ وكړي ۔ا ده د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونې سره ووئېل په پیښه كښې ژوبل ګڼ كسان اوس هم روغتونونو كښې دي ۔ ده د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه ۔








