د وفاقي وزير انجينئر امير مقام وياند د پېښور په زرعي پوهنتون كښې د لېپ ټاپس وېش دستورې په اړه په سوشل ميډيا د چلېدونكې ناسم او ګمراه كونكي كمپائن غندنه وكړه

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وياند د پېښور په زرعي پوهنتون كښې د لېپ ټاپس وېش دستورې په اړه په سوشل ميډيا د چلېدونكې ناسم او د ګمراه كونكي كمپائن غندنب كولو سره وئيلي دي وفاقي وزير د شېډول له مخې د ليپ ټاپ د ويشلو دستوره په كاميابۍ سره بشپړه كړې ۔ وفاقي وزير په دغه …

اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وياند د پېښور په زرعي پوهنتون كښې د لېپ ټاپس وېش دستورې په اړه په سوشل ميډيا د چلېدونكې ناسم او د ګمراه كونكي كمپائن غندنب كولو سره وئيلي دي وفاقي وزير د شېډول له مخې د ليپ ټاپ د ويشلو دستوره په كاميابۍ سره بشپړه كړې ۔ وفاقي وزير په دغه غونډه كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون كړے او د دستورې نه وروستو په عزت سره رخصت شو۔ ده ووئيل د سوشل ميډيا د جعلي پروپيګنډې مقصد اولس ګمراه كول دي، مونږ د دې سخته غندنه كوٶ۔ ده ووئيل د لېپ ټاپس وېشلو دستورې په مهال د آئي اېس اېف چغې سورې د افسوس وړ دي او مونږ د غېر ذمه واره٬ د ځان نه د جوړو كړو او پارونكو بيانونو غندنه كوٶ۔ وياند ووئيل د اېم اېس اېف كاركنانو په ځواب كښې په جمهوري ډول چغې وهلې مونږ په تعليمي ادارو كښې د اړي ګړي د خپرولو هر سازش او هڅې مسترد كوٶ۔