اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سیدال خان ناصر وئېلي دي په موجودہ نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو په تناظر كښې امنيت اوس د كومې يوې ادارې یا څانګې ذمه واري نه ده بلکې دا يو بنیادي ضرورت ګرځېدلے دے، پاکستان د سکیورټي چیلنجز مقابله كوي د كومې لپاره چې د جدید ټیکنالوجۍ لرونكو سکیورټي او فائر فائټنګ آلات كارول ضروري شوي دي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د …
لنډ مهاله د سېنېټ چیئرمین سیدال خان ناصر ’’سیف سکیور پاکستان ‘‘او د ’’پوګي پاکستان 2026 ‘‘ ننداتونونو پرانستې ته خطاب

مزید خبریں
اسلام آباد۔10فروري (اے پي پي)د سېنېټ چیئرمین سیدال خان ناصر وئېلي دي په موجودہ نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو په تناظر كښې امنيت اوس د كومې يوې ادارې یا څانګې ذمه واري نه ده بلکې دا يو بنیادي ضرورت ګرځېدلے دے، پاکستان د سکیورټي چیلنجز مقابله كوي د كومې لپاره چې د جدید ټیکنالوجۍ لرونكو سکیورټي او فائر فائټنګ آلات كارول ضروري شوي دي ۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د 16 م بین الاقوامي فائر، سیفټي، سکیورټي و پاور، انرجي نندارتون’’سیف سکیور پاکستان‘‘ او 19 م نړيوال د توان صنعت نندارتون’’پوګي پاکستان 2026‘‘ د پرانستې دستورې نه خطاب کښې وكړه ،كوم چې د 10 نه تر 12 م فرورۍ 2026ء په پاک چین دوستي مرکز اسلام آباد كښې كېږي ۔ لنډ مهاله چیئرمین سینیټ د خاص مېلمه په حېث د خاص نندارتونونو رسمي پرانستې ته وكړه ۔ سیدال خان ناصر ووئېل دې منطقې او پاکستان ته د ډېرې مودې نه د سکیورټي پرله پسې چیلنجز پیښ دي او جرائم پیشه عناصر د وخت سره سره خپل د واردات طريقه هم بدله كړې ده خو دا امر خوش آئند دے چې پاکستان كښې د جدید سکیورټي ټیکنالوجیز او سسټمز معارفي كولې كېږي كوم چېې د جرائم مخ نيوي او د اولس د ځان و مال تحفظ كښې موثر کردار ادا کوي ۔ ده ووئېل سیف سکیور پاکستان غوندې نندارتون نه يوازې د امنيت څانګې د ښېګړې ذریعه ګرځېدې شي بلکې د دې د لارې د هېواد معاشي و اقتصادي صورتحال هم مستحکمېدې شي ۔ فائر فائټنګ، ورک پلیس سیفټي، ایمرجنسي رسپانس، سکیورټي او د نګرانۍ جدید نظام او د توان څانګه كښې تل پاتي و جدید حل معارفي كولو كښې دلته شریکې کمپنۍ مم کردار ادا کولې شي ۔








