اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت د مصنوعي زيركتيا څخه استفادې كولو سره کارکردګي او سپېځلتيا ښه كولو ٬ د ټېكس نظام قوي كولو او په شواهدو اړانه پاليسي سازۍ ته ودې وركولو لپاره په لائحه عمل كوي ۔ ده دا خبره د نيشنل آرټيفيشل انټيلي جنس ورکشاپ په موقع "اولسي خدمات بدلولو او د تل پاتي پرمختګ هدفونو …
حکومت د مصنوعي زيركتيا د لارې کارکردګي او سپېځلتيا ښه كولو ٬ د ټېكس نظام قوي كولو او په شواهدو اړانه پاليسي سازۍ ته ودې وركولو لپاره په تګلاره عمل كوي۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب پينل مباحثه كښې څرګندونې

مزید خبریں
اسلام آباد 10 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي حکومت د مصنوعي زيركتيا څخه استفادې كولو سره کارکردګي او سپېځلتيا ښه كولو ٬ د ټېكس نظام قوي كولو او په شواهدو اړانه پاليسي سازۍ ته ودې وركولو لپاره په لائحه عمل كوي ۔ ده دا خبره د نيشنل آرټيفيشل انټيلي جنس ورکشاپ په موقع “اولسي خدمات بدلولو او د تل پاتي پرمختګ هدفونو رفتار ګړندي كولو لپاره د مصنوعي زيركتيا د استعمال” په سرخط پينل مباحثه كښې وكړه۔ ده ووئيل بېلو هېوادونو خپلې معاشي ډهانچې او د پرمختيائي ترجيحات له مخئ مصنوعي زيركتيا په بېلو پړاٶ كښې اختياروي، پاکستان لپاره ضروري ده چې ټيکنالوجي يوازې د ټيکنالوجۍ په خاطر د خپلولو په ځاے خپل پام داسې عملي او د اطلاق وړ ټيکنالوجۍ پلو وګرځوي كومه چې کارکردګي، سپېځلتيا او په پېداواري صلاحيت كښې د پېمائش وړ بهتري راولي٬ په مصنوعي زيركتيا د اډانه نظام تعميل، نفاذ او فيصله سازي مضبوطولو كښې په تندۍ سره مهم كردار ولوبوي۔ د خزانې وزير ووئيل د حکومت لخوا د ټېكس جاري اصلاحات عمل كوم چې په كسانو٬ طريقه كار او په ټيکنالوجۍ كښې په اصلاحات اډانه دے٬ كښې په اے آئي اډانه سي آر اېم سسټمز، په اے آئي چلېدونكې پيداواري نګرانۍ ، د رسك بيسډ تعميلي آلات او د انساني رابطې نه غېر کسټمر پراسيسز كښې كارولې كېږي دغسې چې سپېځلتيا زياته شي٬ د محصولات په ضياع كښې كمے راشي او د ريونيو نتيجې ښې شي۔ ده زور راوړو چې د ټيکنالوجي د لارې صوابديدي انساني مداخلت كمول د نا اهلۍ او بدعنوانۍ خاتمې لپاره مركزي اهميت لري، په اے آئي اډانه نظامونو داسې كوټلې مالياتي ګټې رسولې دي كومې چې يوازې د روايتي طريقه کار د لارې ممكن نه وې۔ په دې موقع وفاقي وزير د رامخې شوو ډيجيټل اثاثو په اړه د حکومت په نكته نظر هم رڼا واچوله۔ په دې سېشن كښې وفاقي وزيران ډاکټر مصدق ملك، شزه فاطمه خواجه او احسن اقبال هم موجود وٶ۔








