پاكستان د كشمير يو والي ورځ په موقع د كشميريانو سره د يو والي د عزم د پخلې۔د خارجه دفتر بيان

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د پاكستان حكومت او اولس د زيارت په ورځ د كشمير يو والي ورځ لمانځلې چې د لارې يې د خپلو كشميريانو وروڼو خوئېندو سره د هغوي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو منصفانه هلو ځلو كښې هغوي سره اوږه په اوږه ودرېدو عزم پخلې كړی۔د خارجه دفتر وياند له مخې په دې موقع په خپلو خصوصي پېغامونو كښې صدر مملكت٬وزيراعظم٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير …

اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)د پاكستان حكومت او اولس د زيارت په ورځ د كشمير يو والي ورځ لمانځلې چې د لارې يې د خپلو كشميريانو وروڼو خوئېندو سره د هغوي د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو منصفانه هلو ځلو كښې هغوي سره اوږه په اوږه ودرېدو عزم پخلې كړی۔د خارجه دفتر وياند له مخې په دې موقع په خپلو خصوصي پېغامونو كښې صدر مملكت٬وزيراعظم٬نائب وزيراعظم او خارجه وزير د كشمير مسئلې منصفانه حل له د پاكستان د غېر متزلزل٬اخلاقي٬سفارتي او سياسي حمايت پخلې كړې او د دې عزم څرګندونه يې كړې پاكستان به په ټول نړيوال فورمز د كشميريانو د حقونو لپاره غږ پورته كوي۔په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل او جنرل اسمبلۍ صدرانو٬د ملګرو ملتونو جنرل سېكرټري٬د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كمشنر او اسلامي مرستې تنظيم سېكرټري جنرل ته خطونه ليږلې دي چې پكښې په جمو او كشمير كښې خراب صورتحال پلو پام راګرځولې شوې۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په اړوندو قراردادونو د عملدرآمد په حاجت زور راوړولو سره نائب وزيراعظم د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې په مقبوضه كشمير كښې منصفانه او بې پرې رايو شمېرو كولو غوښتنه كړې دغسې چې د كشميريانو د خواهشاتو تعين وكړې شي۔ده د ملګرو ملتونو او او آئي سي په قيادت زور راوړې چې مقبوضه جمو كشمير كښې د انساني حقوق خراب صورتحال مخ نيوي او د هغې ښه والي له كردار ترسره كړي۔د خارجه دفتر له مخې د كشمير يو والي ورځ څخه وړاندې په اسلام آباد كښې تعينات سفارتكارو لپاره د يو بريفنګ اهمتام شوې و چې پكښې هغوي د جمو كشمير موجوده صورتحال او د بشري حقونو خلاف ورزو څخه خبر كړې شوي۔د زيارت په ورځ د خارجه وزارت افسرانو او عملې په جناح ايونيو د كشمير يو والي ورځ په واك كښې ګډون كړې چې د لارې يې د كشمير كاز سره د بشپړه يو والي او حمايت څرګندونه شوې۔