مظفر آباد 05 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د كډوالو وظیفه 3500 څخه زياتولو سره 6 زره ته رسولو، مظفر آباد كښې دانش یونیورسټۍ کیمپس او آسان خذمت مرکز جوړولو،نورو 1700 زدكونكو له د رواني مياشت په مهال لیپ ټاپ، ایجوکیشن انډو نمنټ فنډ ترمخه تعلیمی وظائف وركولو،د سکولونو چھتونو لپاره يو ارب او هریام پل جوړولو لپاره 10 اربه روپو وركولو پشمول آزاد کشمیر پرمختګ لپاره …
د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې په ښه ډول وړاندې كړې شوي،معرکۂ حق كښې د هند غرور مات شوے،کشمیر كښې چې كوم هم حكومت وي وفاق به مرسته روانه ساتي۔وزیراعظم محمد شهباز شریف

مزید خبریں
مظفر آباد 05 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د كډوالو وظیفه 3500 څخه زياتولو سره 6 زره ته رسولو، مظفر آباد كښې دانش یونیورسټۍ کیمپس او آسان خذمت مرکز جوړولو،نورو 1700 زدكونكو له د رواني مياشت په مهال لیپ ټاپ، ایجوکیشن انډو نمنټ فنډ ترمخه تعلیمی وظائف وركولو،د سکولونو چھتونو لپاره يو ارب او هریام پل جوړولو لپاره 10 اربه روپو وركولو پشمول آزاد کشمیر پرمختګ لپاره د ګڼ اقدامات اعلان کولو سره وئيلي چې ټول پاكستان په شان آزاد کشمیر پرمختګ ته به هم هغسې پام لرنه كولې شي، کشمیر كښې چې كوم هم حکومت وي وفاق به مرسته روانه ساتي، معرکۂ حق كښې د هند غرور مات شوے،د كشمير مسئله په ټوله نړۍ كښې وړاندې كړې شوي،هند چې په كوم هم محاذ په كومه هم ژبه كښې خبره كوي هغسې به ځواب وركولې شي، د هغوي د پراکسیز به هغه حشر كولې شي كوم چې د هغوي د اولتكو شوي۔ده د زيارت په ورځ آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ ته وينا كوله۔په دې موقع نائب وزیر اعظم اسحاق ډار ، د آزاد جموں و کشمیر وزیر اعظم راجا فیصل ممتاز راټھور ، وفاقی وزيران ، د آزاد کشمیر قانون ساز اسمبلۍ غړي،پخواني وزيراعظمان او حریت قائدینو پشمول د ټولو سياسي ګوندونو قیادت هم موجود وو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل نن د كشميريانو سره د يووالي څرګندوني او شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو لپاره راغلے يم، برہان وانی ، سید علی ګیلانی ، آسیه اندرابی ، یاسین ملك او میر واعظ عمر فاروق پشمول ټولو کشمیری لارښوةدو،ميرمنو،ماشومانو او مشرانو هلو ځلو تاریخ جوړ كړې،د هغوي په قربانو سره د هند مكروه مخ نړۍ ته په ډاګه شوے،نړۍ ته وئيلي شوې چې کشمیر نه د هند برخه وه،نه ده او نه به وي۔ده ووئيل کشمیر قائد اعظم محمد علی جناح د پاکستان شهه رګ ګرځولې ؤ،هم دغه د پاكستان د خارجه پالیسۍ بنیاد دے۔ده واضحه كړه چې د كشمير شخړې كوټلې حل يواځې د كشميريانو د هيلو او د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په قراردادونو عمل سره ممكن دے،دې نه علاوه بله كومه لاره نشته، پاکستان به د کشمیریانو تر هغه وخت حمايت روان ساتي تر څو چې هغوي ته خپل حق نه وي ترلاسه شوے۔ وزیر اعظم محمد شهباز شریف ووئيل پاکستان په معرکه حق كښې د هند غرور ختم كړے او هغوي ته چې د فیلډ مارشل سید عاصم منیر په مشرۍ كښې زمونږ وسله والو ځواكونو كوم سبق ښودلې دج هغوي نسلونه به ئې ياد ساتي، معرکه حق يواځې زمونږ د پېشه وره ځواكونو د پوهي فتح نه بلكه د کشمیریانو د قربانو هم فتح ده۔ده ووئيل معرکه حق نه پس کشمیر کاز په ټوله نړۍ كښې بشپړه قوت سره ژوندے شوے،د هند د روغو بیانیه ختمول زمونږ سفارتی کامیابی ده۔ وزیر اعظم محمد شهباز شریف ووئيل د هند د ذلت آمیز شکست نه پس هغوي د خپل پراکسیز د لارې په پاكستان كښې تره هګري تنده كړي،د هند جارحانه او تسلط خوښې عزائم تر پرېښودلو سيمه كښې امن نه شي راتللے۔ده ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه به د هند د په ترهه ګرۍ كښې ككړ پراکسیز هم هغه حشر وكړي كوم چې د هغوي د الوتكو سره شوې ؤ، امن غواړو خو د يووالي او انصاف په بنیاد ، هند چې كوم هم محاذ پرانيزي او كومه هم ژبه كښې خبره كوي په هغه ژبه كښې به ځواب وركولې شي۔ وزیر اعظم محمد شهباز شریف ووئيل کشمیر و فلسطین اولس له د خپلو خوښي ژوند كولو حق وركول د نړۍ د جمهوریت خوښۍ او انصاف خوښۍ امتحان دے، نړيوال قوانین او اصول د دې حق حمایت کوي،پاکستان د اسلامی هېوادونو سره په ګډه غزہ كښې امن لپاره عملی اقدام پورته كړې، فلسطین و کشمیر په اړه په اصولی موقف ولاړ پاتي كيدو سره پاکستان د شخړو كوټلي حل لپاره خپل فعاله و متحرك او عملی کردار ترسره كوي۔ده ووئيل پاکستان په شان آزاد کشمیر پرمختګ هم غواړو دې لپاره د آزاد کشمیر حکومت سره به مرسته كولې شي۔ده ووئيل سفارش شوې ؤ چې د كډوالو وظیفه د 3500 څخه زياتولو سره دې 5 زره ته ورسولې شي خو ما هغه 6 زره ته د رسولو منظوري وركړي، دانش سکول جوړيږي، اسلام آباد كښې دانش یونیورسټی جوړيږي د هغې به په آزاد کشمیر كښې کیمپس مظفر آباد كښې جوړولې شي ، کشمیريانو د ګټو تحفظ لپاره زما قائد محمد نواز شریف په لارښودنه كښې د تعمیر و پرمختګ لپاره اقدامات كيږي، مظفر آباد كښې به هم آسان خدمت مرکز جوړولې شي چې له مخې به ئې 65 خذمات د يو چهت لانندې ترلاسه وي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د رواني مياشت په مال د نورو 1700 آزاد کشمیر زدكونكو له لیپ ټاپس وركولو او ایجوکیشن انډونمنټ فنډ ترمخه تعلیمی وظائف اعلان هم وكړو چې له مخې به ئې بهر هېوادونو اعلیٰ تعلیم موقعې هم ترلاسه شي۔ده د سکولونو چھتونو لپاره د يو ارب ، واټر سپلائی سکیم او هائیډرو پاور پراجیکټ لپاره د 9.4 اربه، هریام برج لپاره د 10 اربه، یونیورسټی آف کوټلی لپاره د 1.46 او وومن یونیورسټی باغ لپاره هم د 1.46 اربه روپو فنډز بېلولو اعلان كړې۔ ده ووئيل آزاد کشمیر كښې چې كوم هم حکومت وي وفاق به ئې مرسته كوي۔وزیر اعظم محمد شهباز شریف د آزاد جموں و کشمیر پخواني صدر ارواښاد بیرسټر سلطان محمود ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغه لپاره د بخښني دعا اوكړه۔دې څخه وړاندې د آزاد کشمیر وزیر اعظم راجا فیصل ممتاز راټھور د وزیراعظم محمد شهباز شریف هركلې كولو سره د پاکستان حکومت او اولس د اړخه کشمیریانو سره د يووالي په څركندونه مننه وكړه۔ده ووئيل د پاکستان سیاسی و عسکری قیادت د کشمیریانو پشتی بان دے، کشمیریانو په خپلو وينو د آزادۍ تاریخ ليكلے، هغه ورځ لري نه ده چې كشميريانو ته به خپل حق ترلاسه شي، پاکستان د کشمیریانو منزل دے، هند 8 لکهه پوځ خو کشمیر كښې كېښنولې خو بيا هم په سوچ پهرے نه شي لګولې۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د شهيدانو په يادګار هم حاضری وكړه او په هغې ئې د ګلونو څادر غوړولو سره د كشمير شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔










