اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي د كشمير يو والي ورځ په موقع پاكستان د جمو او كشمير اولس د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو كښې هغوي سره د خپل غېر متزلزل او كلكې مرستې پخلے كوي٬ پاكستان د كشميريانو د خپلواكۍ حق مرستياله دے٬د هند سر زوري د ملګرو ملتونو د چارټر٬سلامتي كونسل قراردادونو او د څلورم جنيوا …
پاكستان د كشميريانو د خپلواكۍ حق مرستياله دے ٬د هند سر زوري د ملګرو ملتونو د چارټر٬سلامتي كونسل قراردادونو او د څلورم جنيوا كنونشن خلاف ورزي ده۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 05 فروری (اے پی پی)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئېلي دي د كشمير يو والي ورځ په موقع پاكستان د جمو او كشمير اولس د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو كښې هغوي سره د خپل غېر متزلزل او كلكې مرستې پخلے كوي٬ پاكستان د كشميريانو د خپلواكۍ حق مرستياله دے٬د هند سر زوري د ملګرو ملتونو د چارټر٬سلامتي كونسل قراردادونو او د څلورم جنيوا كنونشن خلاف ورزي ده۔د زيارت په ورځ د كشمير يو والي ورځ په موقع په خپل پېغام ګښې ده ووئيل كشميريان نن هم د خپلو بنيادي حقونو څخه محروم دي٬د هغوي ثابت قدمي او استقامت د هغوي د منصفانه موقف د صداقت ګواهي وركوي۔نائب وزيراعظم ووئيل د جمو او كشمير شخړه د هند د اړخه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد كښې ناكامي ده ٬ د كومو ترمخه چې كشميريانو له د رائے حق وركړے شوے ۔ده ووئيل د هند پرله پسې سر زوري٬د ملګرو ملتونو چارټر٬ د سلامتي كونسل قراردادونو او د جنيوا كنونشن خلاف ورزي ده۔سينيټر اسحاق ډار ووئيل جمو او كشمير كښې زمكيز صورتحال دا وخت د يو منظم او جبر نظام صورت اختيار كړے٬ده ووئيل په 5 اګست 2019 يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام نه پس هند قانوني تحفظات ختم كړي۔ځايې ادارې كمزورې كړې شوي او په شخړيزه سيمه د مستقل قبضې لپاره اقدامات شوي چې پكښې آبادياتي ساخت د مصنوعي بدلون د لارې په اقليت بدلول٬ ميډيا د سركاري بيانيې پابند كول او هر ډول اختلاف رائے جرم كړحول شامل دي۔نائب وزيراعظم ووئيل ماورائے عدالت قتل په زبردستۍ بې دركه كول٬حراستي اقدامات او په بنيادي آزادو بندېز اوس هم روان دے۔په اوسنو كښې د ملګرو ملتونو پوهانو د 2800 كسان په حراست كښې په ګوته كړي چې پكښې خبريالان٬زده كوونكي او د بشري حقونو كاركنان شامل دي۔نائب وزيراعظم اسحاق ډار ووئيل پاكستان به د كشميريانو سره په سياسي٬اخلاقي او سفارتي كچه ولاړ وي










