د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه فاروق رضا د خېبرپیښتونخوا چيف سيكرټري سره ملاقات٬په صوبه كښې د رنځونو ختمولو لپاره د روانو اقداماتو او تګلارې جاج واخستلے شو

پېښور 04 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه فاروق رضا د خېبرپیښتونخوا چيف سيكرټري شهاب علي شاه او د روغتيا سېكرټري شاهد الله سره چيف سېكرټري آفس پېښور كښې ملاقات كړے چې پكښې په صوبه كښې د رنځونو ختمولو لپاره د روانو اقداماتو او تګلارې جاج واخستلے شو۔د قومي ايمرجنسي آپرېشن سينټر د اړخه جاري شوي بيان له مخې په ملاقات …

پېښور 04 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف د پوليو مخ نيوي فوكل پرسن عائشه فاروق رضا د خېبرپیښتونخوا چيف سيكرټري شهاب علي شاه او د روغتيا سېكرټري شاهد الله سره چيف سېكرټري آفس پېښور كښې ملاقات كړے چې پكښې په صوبه كښې د رنځونو ختمولو لپاره د روانو اقداماتو او تګلارې جاج واخستلے شو۔د قومي ايمرجنسي آپرېشن سينټر د اړخه جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د پوليو په موجوده صورتحال٬د موجوده كمپائن پېشرفت او پاتې شوو سيمو ته خاص پام لرنه وشوه دغسې د موسم په وجه په آپرېشنل چېلنجونو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د معمول ايمونائزېشن ښه كولو٬اي پي آئي او اي پي آئي انضمام قوي كولو او جنوبي خېبرپښتونخوا كښې د كوټلې سروس ډليوري د لارې ترلاسه كاميابۍ لا مستحكم كولو باندې زور راوړلے شو۔په دې موقع خېبرپښتونخوا څخه د پوليو خاتمې له په شريكه د كار كولو د عزم پخلے وشو۔