د صدرِ مملکت آصف علی زرداري د سری لنکا 78مي آزادۍ ورځ په موقع د حکومت پاکستان او اولس د اړخه سری لنکا صدر ، حکومت او اوس له مباركي

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي):صدرِ مملکت آصف علی زرداري د سری لنکا 78مي آزادۍ ورځ په موقع د حکومت پاکستان او اولس د اړخه د سری لنکا صدر انورا کمارا ډسانائیکے، حکومت او اولس له مباركي وركړې ده۔د مباركۍ پیغام كښې صدر مملکت ووئيل دا مهمه ورځ د سری لنکا اولس د اتحاد او قومی تفاخر عکاسي كوي او د هغوي د لوظي قومی سفر د تسلسل څرګندونه …

اسلام آباد 04 فروري (اے پي پي):صدرِ مملکت آصف علی زرداري د سری لنکا 78مي آزادۍ ورځ په موقع د حکومت پاکستان او اولس د اړخه د سری لنکا صدر انورا کمارا ډسانائیکے، حکومت او اولس له مباركي وركړې ده۔د مباركۍ پیغام كښې صدر مملکت ووئيل دا مهمه ورځ د سری لنکا اولس د اتحاد او قومی تفاخر عکاسي كوي او د هغوي د لوظي قومی سفر د تسلسل څرګندونه كوي كوم چې بشپړه ثقافتی ورثے او مشکلات په مړانه مقابله كولو صلاحیت سره جوړه شوے،پاکستان او سری لنکا يو بل سره قوي ملګرتيا لري او په هر مشكل كښې د يو مرسته كوي۔د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملکت ووئيل د پاکستان وسله وال ځواكونه د سری لنکا اولس د اړخه سپارلي شوي ذمه وارو ترمخه د هغوي هېواد څخه د ترهه ګرۍ ختمولو كښې مهم كردار ترسره كړې۔ده ووئيل سوئيلي اسياﺀ كښې مرستي ته ودي وركولو لپاره د سری لنکا کردار ستائيو چرته چې کولمبو كښې د سارك 6م (1991)، 10م (1998) او 15م (2008) مشرانو غونډي شوي،دا خبره د افسوس وړ ده چې هند يواځې په دغه وجه چې پاكستان په غونډه كښې ګډون كولو،د سارك د روح خلاف ورزي كولو سره تقریباً 12 كلونو راهسې دغه غونډي معطل کړي۔زه هيله لرم چې سری لنکا او پاکستان به سوئيلي اسيائي سلامتیا او سارك بحالۍ لپاره شريكه مرسته روانه وساتي،پاکستان او سری لنکا خپلو كښې پخواني او د ورورولۍ اړيكي لري كومي چې په شريك باور ، خیرسګالۍ او شريك اقدار قائم دي،تير وخت كښې دواړو هېوادونو د چیلنجونو په مهال او کامیابیو په وختونو كښې ههم د يو بل ملګرتيا كړي۔زه باور لرم چې پاکستان او سری لنکا به شريكي اړيكي لا قوي كولو له په ګډه كار وكړي او زمونږ ترمينځه به ملګرتيا او د مرستي خپلولي سباؤن كښې لا قوي شي۔