د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د ليبيا د عرب وسله وال پوځ ډپټي کمانډر ان چيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر ملاقات

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د ليبيا د عرب وسله والو ځواكونو ډپټي کمانډر ان چيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر نيول هيډ کوارټرز اسلام آباد كښې ملاقات کړے ۔د پاك بجريه وياند له مخې نيول هيډ کوارټرز ته په راتګ چيف آف دي نيول سټاف د ميلمه تود هركلے وكړو۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د شريكې خوښې په …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف سره د ليبيا د عرب وسله والو ځواكونو ډپټي کمانډر ان چيف ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر نيول هيډ کوارټرز اسلام آباد كښې ملاقات کړے ۔د پاك بجريه وياند له مخې نيول هيډ کوارټرز ته په راتګ چيف آف دي نيول سټاف د ميلمه تود هركلے وكړو۔د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د شريكې خوښې په چارو،د سيمي ميري ټائم سکيورټي په صورتحال او دفاع و عسکري تربيې په څانګو كښې د مرستي لا زياتولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ليفټيننټ جنرل صدام خليفه حفتر سيمه ايز امن او بحري تحفظ لپاره د پاك بحريه کليدي کردار وستائېلو۔دواړو لارښودو د موجوده دوه اړخيزه دفاعي اړيكو د كار دائره لا پراخه كولو او مستحکمولو له د عزم پخلے وكړو