انفرادي او د اجتماعي ژوند په اصلاح كولو دې نيكي او تقویٰ د لارې مشال وګرځولې شي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د شب برات په موقع پېغام

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټولې نړۍ مسلمانانو له د شب برات په موقع مباركي وركولو سره وئېلي دي د شعبان 15مه شپه مونږ له د لويې څښتن په حضور كښې په خپلو اعمالو د نظرثانۍ او ګناهونو څخه د توبې او د تزكيه نفس موقع راكوي٬ انفرادي او د اجتماعي ژوند په اصلاح كولو دې نيكي او تقویٰ د خپلې لارې مشال وګرځولې …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د ټولې نړۍ مسلمانانو له د شب برات په موقع مباركي وركولو سره وئېلي دي د شعبان 15مه شپه مونږ له د لويې څښتن په حضور كښې په خپلو اعمالو د نظرثانۍ او ګناهونو څخه د توبې او د تزكيه نفس موقع راكوي٬ انفرادي او د اجتماعي ژوند په اصلاح كولو دې نيكي او تقویٰ د خپلې لارې مشال وګرځولې شي۔د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي د شعبان 15مه 1447 هجري پېغام كښې وزيراعظم ووئيل دا مباركه شپه مسلمانانو له د لويې څښتن د فضل او كرم٬رحمت٬بركتونو او د بخښنې موقع وركوي٬لويې څښتن دې مونږ ټول د دې مباركې شپې د روحاني قدر او منزلت څخه د استفادې كولو سعادت راكړي۔ده ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې دا عظيمه او مقدسه شپه د لويې څښتن خصوصي عنايت دے او د مسلمانانو ايمان او د لويې څښتن د اطاعت غوندې مذهبي اقدار تازه كوي۔ده ووئيل د انفرادي او اجتماعي ژوند په اصلاح كولو دې نيكي او تقویٰ د خپلې لارې مشال جوړ كړے شي٬لويې څښتن دې مونږ ټولو له په سمه لاره د تللو او د ښه عمل توفيق راكړي دغسې چې مونږ په سماجي كچه د نيكې٬رحم دلۍ٬عدل او انصاف او نور ګتور اقدار رائج كړو۔ده په دې موقع ووئيل قام ته خواست كوم چې په دې مباركه شپه انفرادي تزكيې سره سره د يو قام په حېث د خپلو فرائضو تزكيه هم وكړې ٬په دې مهمه موقع دعا كوو چې لويې څښتن دې زمونږ هېواد د امن٬استحكام٬يو والي٬پرمختګ او څوكالۍ مركز جوړ كړي