اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د صحت وفاقي وزارت په اشتراك سره د سعودي عرب د لوړې كچې پلاوي د پاکستان د فارما سيوټيكل او واكسين جوړونكو نوموړ كمپنو نمائندګانو سره وليدل٫ په ملاقات كښې په پاکستان كښې د واکسين جوړونكو كمپنو مالكانو هم ګډون وكړو ۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي عربستان د اعلی كچ يو پلاوې د منسټر آف انډسټري …
پاکستان او سعودي عرب د واکسين په څانګه كښې خودكفالت ترلاسه كولې شي۔ د صحت وفاقي وزير سره د سعودي پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د صحت وفاقي وزارت په اشتراك سره د سعودي عرب د لوړې كچې پلاوي د پاکستان د فارما سيوټيكل او واكسين جوړونكو نوموړ كمپنو نمائندګانو سره وليدل٫ په ملاقات كښې په پاکستان كښې د واکسين جوړونكو كمپنو مالكانو هم ګډون وكړو ۔ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې د سعودي عربستان د اعلی كچ يو پلاوې د منسټر آف انډسټري سینئر اېډوائزر نزار الحریری په مشرۍ كښې پاكستان ته رارسېدلے دے چرته چې واكسين جوړولو له په دوه اړخيزه همكارۍ مهم مشاورت پېل شو۔ د پلاوي هركلے د روغتيا وزارت او خارجه وزارت اعلی چارواكو وكړو۔ د روغتيا وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې د دورې په موقع د روغتيا وفاقي وزير مصطفیٰ کمال په مشرۍ كښې د روغتيا وزارت اعلی چارواكو سره رسمي غونډه وشوه۔ په غونډه كښې په پاكستان كښې د واكسين په ځائي كچه د جوړولو په روانه صورتحال ٬ د سباؤن په قامي ضرورتونو ٬ په ترلاسه انفراسټركچر او اړوندو صلاحيتونو پرېزنټېنز وركړے شول۔ د روغتيا وزارت ماتحت ادارو مشرانو ٬ چېف اېګزېكټو آفيسر ډرېپ پلاوي ته بريفنګ وركړو۔ وفاقی وزیر مصطفیٰ کمال غونډې ته خطاب كښې ووئيل د سعودی عربستان هېلتھ منسټر سره د واكسين په ځايي كچه جوړولو له يو شمېر ملاقاتونه شوي ۔ دغسې د سعودي منسټر آف انډسټری سره هم په دې موضوع خبره شوې ده۔ ده ووئيل د پاكستان آبادي نزدې 24 کروړه ده او پاكستان د آبادۍ په لحاظ سره د نړۍ 5 م لويې هېواد دے۔ دلته هر كال نزدې 62 لکه ماشومان پېدا كيږي۔ كه موازنه وكړي شي نو پاكستان كښې هر كال د نېوزي لېنډ د آبادۍ برابر زياتوالے كيږي۔ وفاقي وزير ووئيل حکومت وګرو ته 13 قسمه وېكسن وېړيا وركوي بياهم دې كښې كوم هم واكسين په هېواد كښې نه جوړيږي ٬ ټول د نړيوالو ادارو په مرسته درآمد كولې شي په كومو چې د كال نزدې 400 ملین امریکائي ډالر مصرف كولې شي۔ ده ووئيل په دې كښې 49 فیصد نړيوالې ادارې او 51 فيصد د پاكستان حكومت ادا كوي۔ بياهم كال 2031 څخه وروستو به د همكارانو مرسته ختمه شي او حكومت له به دا مصاريف خپله پورته كول وي۔ ده ووئيل كه په ځائي كچه واكسين جوړ نه كړے شول نو تر كال 2031 به كلن مصاريف 1.2 ارب ډالر ته ورسي كوم به چې په قامي معيشت يو لويې بار وي۔ وفاقی وزیر ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د روغتيا وزارت په دې چېلنجونو قابو موندلو له په جنګي بنيادونو اقدامات پېل كړي او پاكستان كښې د 13 رنځونو واكسين په ځائي كچه جوړلو كښې عملي پېشرفت روان دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د روغتيا په څانګه كښې به د پاكستان او سعودي عربستان همكاري نه يوازې دواړو هېوادونو بلكې ټولې منطقې له مثال وګرځي۔ وفاقي وزير مصطفيٰ کمال ووئيل په ځائي كچه واكسين جوړولو سره به د قېمتي زرمبادله بچت ممكن شي او پاكستان به د روغتيا په څانګه كښې خود انحصاري پلو روان شي۔ ده ووئيل حكومت په ځائي كچه د واكسين پېداور صلاحيت ترلاسه كولو لپاره تول عملي اقدامات باوري كوي۔ د روغتيا وفاقي وزير دې عزم پخلے وكړو چې د پاکستان او سعودي عرب ترمېنځه مرستې سره به واكسين جوړولو په څانګه كښې تل پاتې پرمختګ وده وكړي او اولس ته به د صحت معياري او ارزان سهولت وركول ممكن شي۔










