د قازقستان د سائنس او اعليٰ تعليم وزير د کامسټيك دوره

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د قازقستان د سائنس او اعليٰ تعليم وزير مرزا سياسات نوربيك د نهې په ورځ د کامسټيک سيکرټريټ دوره وكړه چرته چې د او آئي سي غړو هېوادونو او د پاکستان ترمېنځه د سائنس، ټيکنالوجي او اعليٰ تعليم په څانګو كښې مرستې ته په لا ودې وركولو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د قازقستان وزير نوربيك سره د قازقستان د نوموړو پوهنتونونو …

اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د قازقستان د سائنس او اعليٰ تعليم وزير مرزا سياسات نوربيك د نهې په ورځ د کامسټيک سيکرټريټ دوره وكړه چرته چې د او آئي سي غړو هېوادونو او د پاکستان ترمېنځه د سائنس، ټيکنالوجي او اعليٰ تعليم په څانګو كښې مرستې ته په لا ودې وركولو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د قازقستان وزير نوربيك سره د قازقستان د نوموړو پوهنتونونو په مشرانو مشتمل د لوړې كچې پلاوي هم موجود ٶ۔ د سائس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير خالد حسېن مګسي د پلاوي هركلے وكړو٬ په دې موقع سائنس او ټيکنالوجۍ وزارت سيکرټري شاهد اقبال بلوچ، د کامسټيك کوآرډينيټر جنرل پروفيسر ډاکټر محمد اقبال چوهدري او نور لوړ پورې هم وجود وو