د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سره د يونسيكو ډائرېكټر جنرل وليدل٬ سائنس او ټېكنالوجي ته لا ودې وركولو په اړه د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد۔03 فروری (اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي د نهې په ورځ د سائنس او ټېكنالوجي وزارت په دوره راغلې د يونيسكو ډائرېكټر خالد الاناني هركلے وكړو۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې دا دوره هغه مهال شوې كله چې سائنس٬پالېسي او نړيواله مرسته نړيوال استحكام او كوټلې پرمختګ لپاره اهميت لري۔وفاقي وزير خالد مګسي په دې موقع د پاكستان د يونيسكو سره …

اسلام آباد۔03 فروری (اے پی پی)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير خالد حسين مګسي د نهې په ورځ د سائنس او ټېكنالوجي وزارت په دوره راغلې د يونيسكو ډائرېكټر خالد الاناني هركلے وكړو۔وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې دا دوره هغه مهال شوې كله چې سائنس٬پالېسي او نړيواله مرسته نړيوال استحكام او كوټلې پرمختګ لپاره اهميت لري۔وفاقي وزير خالد مګسي په دې موقع د پاكستان د يونيسكو سره د اوږدې مودې ستراتېژېكي شراكتداري رامخې ته كړه۔ده ووئيل پاكستان خپلې اړيكې د يونيسكو سره نه يوازې د رسمي اړيكو په توګه ګڼي بلكې دا يوه ستراتېژېكي مرسته ده كوم چې په هېواد كښې سائنس او ټېكنالوجي ته وده وركړي۔د شريكو منصوبو د لارې پاكستان خپل داخلي صلاحيتونه قوي كړي او نړيوالې سائنسي كميونټۍ كښې فعاله برخه اخستې۔وفاقي وزير د سائنس او ټېكنالوجي وزارت په كردار هم زور راوړو چې دا محقيقن او پالېسي جوړونكې خپلواكه كولو د علم تبادلې ته ودې وركولو او د سائنس پرمختګ مخ په وړاندې بوتللو كښې كردارترسره كوي۔پاكستان د سائنس فاؤنډېشن او نېشنل انسټي ټيوټ آف اوشينو ګرافي پشان ادارې د يونيسكو مشن له مخې سائنس معاشرتي فلاح لپاره استعمالولو كښې كردار ترسره كوي۔ده ووئيل د دوه لسيزو راهيسې پاكستان كاميابۍ سره ورلډ سائنس ډے او بيل قومي سائنسي دستورې كړی دي چې ورسره ځوانانو ته تحريك ترلاسه شوې دې۔وفاقي وزير د پاكستان د يونيسكو سره د نتيجې وړ مرستې د وژن ذكر هم وكړو۔ده ووئيل مونږ ماحولياتي لچك٬د شين معيشت ترمخه سمندري تحقيق ته ودې وركولو او غېر رسمي تعليم زياتولو ته پام لرنه كوو۔مونږ سائنس په عملي حل كښې بدلولو له لوظي يو۔وفاقي وزير د پاكستان د خواهش څرګندونه وكړه چې د يونيسكو سره مرسته لا قوي كړي۔ده ووئيل مونږ د يونيسكو د مرستې منتظر يو دغسې چې سائنس او ټېكنالوجي كښې عملي او كوټلې نتيجې ترلاسه شي۔