وزيراعظم شهباز شريف سره د ليبيا يو اعلې پلاوي ملاقات ٬ د نزدې تړون برقرار ساتلو او په سباؤن كښې د همكارۍ امكانات لټولو ته اتفاق

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) پاکستان او لیبیا د نزدې تړون په ځاے ساتلو او په سباؤن كښې د همكارۍ امكانات په لټولو اتفاق كړے دے٬ وزيراعظم شهباز شريف ليبيا سره د ملګرتيا اړيكو ته ودې وركولو له د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د پرله پسې رابطو او خبرو اترو په اهميت زور راوړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف سره د ليبيا د اعلی كچې پلاوي د نهې په ورځ …

اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) پاکستان او لیبیا د نزدې تړون په ځاے ساتلو او په سباؤن كښې د همكارۍ امكانات په لټولو اتفاق كړے دے٬ وزيراعظم شهباز شريف ليبيا سره د ملګرتيا اړيكو ته ودې وركولو له د پاكستان د عزم پخلي كولو سره د پرله پسې رابطو او خبرو اترو په اهميت زور راوړے دے۔ وزیراعظم شهباز شریف سره د ليبيا د اعلی كچې پلاوي د نهې په ورځ دلته په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ پلاوې د لېبيا حكومت په وزيراعظم ډاكټر اسامه سعد حمد، د لیبیا د وسله والو ځواكونو په كمانډر ان چيف فيلډ مارشل خليفه ابو القاسم حفتر او نائب كمانډر ان چيېف لېفټېننټ جنرل صدام خليفېه حفتر مشتمل وو۔ په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او د پوځ سر لښكر فيلډ مارشل عاصم منېر هم موجود وو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال دواړو ډلو د شريكې خوښی په چارو دخيالاتو څرګندونې كولو سره د دوه اړخيزه اړيكو لا مضبوطولو په حاجت زور راوړو۔ وزیرِاعظم ليبيا سره د ملګرتيا اړيكو ته ودې وركولو له د پاكستان د عزم پخلے وكړو او د پرله پسې رابطې او مكالمې په اهميت يۍ زور راوړو۔ د ليبيا مشرتابه د پاكستان د كردار ستائنه وكړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه همكارۍ ته ودې وركولو كښې يۍ خوښي ښكاره كړه۔ د بيان له مخې په ملاقات كښی د نزدې تړون برقرار ساتلو او په سباؤن كښی د همكارۍ امكانات لټولو ته صلاح يوه شوه۔