اسلام آباد03 فروری(اے پی پی)د تحريك انصاف لارښود او د قامي اسمبلۍ غړې علي محمد خان بلوچستان كښې اوسنۍ د ترهه ګرۍ پېښې د هېواد بقا او سلامتيا په ضد سازش ګرځولو سره وئېلي دي دا كومه سياسي مسئله نه بلكې د پاكستان د وجود معامله ده۔قامي اسمبلۍ كښې ده زور راوړو چې ے د دښمن مقابلې كولو لپاره ټول قام او سياسي قيادت له به يو كېدل وي۔علي محمد …
بلوچستان كښې اوسنۍ ترهه ګري د هېواد بقا او سلامتيا په ضد سازش دے ٬دا سياسي نه د پاكستان د وجود معامله ده۔علي محمد خان

مزید خبریں
اسلام آباد03 فروری(اے پی پی)د تحريك انصاف لارښود او د قامي اسمبلۍ غړې علي محمد خان بلوچستان كښې اوسنۍ د ترهه ګرۍ پېښې د هېواد بقا او سلامتيا په ضد سازش ګرځولو سره وئېلي دي دا كومه سياسي مسئله نه بلكې د پاكستان د وجود معامله ده۔قامي اسمبلۍ كښې ده زور راوړو چې ے د دښمن مقابلې كولو لپاره ټول قام او سياسي قيادت له به يو كېدل وي۔علي محمد خان 2014 كښې د قائداعظم زيارت ریزیډنسي باندې د شوي بريد ذكر كولو سره ووئېل هغه بريد محض په يوې ودانۍ نه بلكې د 25 كروړ اولس به عزت او د پاكستان په اساس بريد ؤ ۔ده د افسوس څرګندونې سره ووئېل چېد هغې نه پس راتلونكو ټولو مشرانو له د سياسي اختلافات نه پرته پريكړه كول پكار وه چې د باني پاكستان هېواد ته چرې زيان ونه رسي۔په خپل خطاب كښې ده واضحه كړه چې په بلوچستان كښې د شوو اوسنو تشدد پیښو د حقونو جنګ سره هېڅ تعلق نشته۔ده پوښتنه وكړه چې آيا دا د حقونو لپاره راوتلې وو يا د هند او اسرائيل په وېنا د پاكستان سلامتيا چېلنج كولو لپاره۔علي محمد خان د پي ټي آئي په دور كښې په ګوادر د شوي بريد ذكر كولو سره د امنيتي ځواكونو قربانۍ وستائېلې۔ده د ونګ كمانډر عباس شهادت تذكره كول سره ووئېل زه د حكومتي غړي په توګه خپل ذاتي ګاډي كښې د شهيد كور هري پور ته غمرازۍ لپاره تلېے ووم ځكه چې د شهيد احترام د كومې عهدې يا سياست مختاج نه وي۔ده ووئيل پاكستان زمونږ آخري پیژندګلي ده او د دې حفاظت لپاره به مونږ ټولو له په ګډه اودرېدل وي۔










