ملګري ملتونه 03 فروري (اے پي پي) پاکستان په ملګرو ملتونو كښې د سماجي يووالي او په همدردۍ اډانه د نګهداشت نظام په اهميت رڼا اچولو سره د تركيه فلاحي اداره دارالعجزه (Darülaceze) يو مثالي ماډل وګرځولو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سماجي پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو 64مې غونډې په موقع يوې ضمني دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل دارالعجزه د كال 1895 …
ملګرو ملتونو كښې پاكستان په سماجي يووالي او په خواخوږۍ اډانه د نګهداشت ادارو په وده زور راوړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 03 فروري (اے پي پي) پاکستان په ملګرو ملتونو كښې د سماجي يووالي او په همدردۍ اډانه د نګهداشت نظام په اهميت رڼا اچولو سره د تركيه فلاحي اداره دارالعجزه (Darülaceze) يو مثالي ماډل وګرځولو۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد سماجي پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو 64مې غونډې په موقع يوې ضمني دستورې ته خپلې وېنا كښې ووئيل دارالعجزه د كال 1895 څَخه په رياستي ذمه وارۍ، فلاحي جذبه ، رضاکارانه خدمات او د معاشرتي شموليت د امتزاج د لارې يو مضبوط او د تل پاتي نګهداشت نظام عملي مثال وړاندې كوي۔ دا دستوره د ترکيه ، پاکستان، قطر او آذربائيجان په اشتراك وشوه چې عنوان يې په “سماجي يووالي اډانه د نګهداشت د جامع نظام: د ترکيه 130 كلنه پخوانۍ ادارې دارالعجزه د مثال په توګه وراندې كول” وو۔ په دې موقع د پاکستان سفير عاصم افتخار احمد ووئيل د دارالعجزه اصول د پاکستان سماجي او اخلاقي روايات سره ژور مطابقت لري،چرته چې په يووالي اډانه نګهداشت نه يوازې اولسي پاليسۍ بلكې د معاشرتي عمل هم برخه ده۔ ده د پاکستان د سرکاري سماجي تحفظ اقدامات حواله وركولو سره بينظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) د هېواد د سماجي تحفظ نظام له بنياد وګرځولو۔ ده ووئيل وفاقي بجټ څخه د مالي اعانت له مخې چلېدونك دا پروګرام د لكهونو په شمېر د لږ آمدن لرونكو كورنيو٬ په خاص توګه د مېرمنو په مشرۍ كښې د چلېدونكو كورنيو سره نغده مرسته كوي٬ كومه چې د غربت خاتمې، د آمدنۍ تحفظ او په سماجي شموليت كښې مهم كردار لوبوي٬ دا اداره د ھغه واضحه پاليسۍ عكاسي كوي كومه چې د بې وځله طبقو تحفظ د رياستي ذمه واري او د عزت او حقونو معامله ده۔ په دې موقع سفير د پاکستان بيت المال په كردار هم رڼا واچوله۔ ده ووئيل دا اداره د سپين ګيرو٬ مېرمنو٬ معذوره كسانو٬ يتيمانانو او بې سهارا كسانو معاونت لپاره د ډېرې مودې راهسې خدمات ترسره كوي، چې پكښې نګهداشت لپاره د استوګنې مركزونه٬ طبي مركزونه٬ بحالي او فني تربيه شامله ده۔










