اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سېنېټ ته وئيلي دي وفاقي حكومت د مذهبي همغږۍ، موثره بيانيې جوړولو او په نيشنل ايكشن پلان په سختۍ سره عملدرآمد د لارې د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد كوټلي ګامونه پورته كول پېل كړي۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډي په مهال د يوې پوښتني په ځواب كښې ده ووئيل د …
وفاقي حكومت د مذهبي همغږۍ، موثره بيانيې جوړولو او په نيشنل ايكشن پلان سختۍ سره عملدرآمد د لارې د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد كوټلي ګامونه پورته كوي۔د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ سېنېټ ته وئيلي دي وفاقي حكومت د مذهبي همغږۍ، موثره بيانيې جوړولو او په نيشنل ايكشن پلان په سختۍ سره عملدرآمد د لارې د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد كوټلي ګامونه پورته كول پېل كړي۔د نهې په ورځ د سېنېټ غونډي په مهال د يوې پوښتني په ځواب كښې ده ووئيل د كوم مسلكي يا سياسي امتياز نه پرته پيغام امن كمېټي جوړه شوې ۔د اطلاعات وزير ووئيل په دې كمېټۍ كښې د ټول هېواد څخه د مختلف مكاتب فكر علمائے كرام او د بېلو مذهبونو استازي شامل دي كوم چې د انتها خوښۍ ، تشدد او ترهه ګرۍ په ضد كوټلي بيانيې ته ودې وركولو لپاره د هېواد د بېلو برخو دوره كوي۔ده ووئيل په كمېټۍ كښې مذهبي علماﺀ ، سينئر چارواكي او اقليتي نمائندګان شامل دي۔ د كمېټۍ په غړو كښې مولانا عبد الكريم، مفتي رحيم، علامه عارف وحيدي، پير نقيب الرحمٰن، علامه حسين اكبر، ډاكټر راغب نعيمي، مولانا طاهر اشرفي، مولانا طيب پنج پيري، علامه ضياء الله بخاري، بشپ آزاد مارشل، راجيش كمار هرداساني او سردار رميش سنګھ اروړا شامل دي۔وفاقي وزير عطاء الله تارړ ووئيل د تشدد لرونكې انتها خوښۍ په ضد د باور وړ بيانيه جوړول په بنيادي توګه د علمائے كرامو ذمه واري ده دغسې حكومت د اطلاعات وزارت كښې كاؤنټر وائلنټ ايكسټريمزم (سي وي اي) سيل هم جوړ كړے۔ده ووئيل سي وي اي سيل كښې د بيانيې جوړولو ٬ رسنې او اثرات په خاص توګه په ډيجيټل پليټ فارمز،كتنې لپاره د تھرډ پارټي آډټ نظام نافذ كړے شوے۔ وفاقي وزير ايوان خبر كړو چې يو مكمل ٬ فعاله ډيجيټل كميونيكيشن ډيپارټمنټ په ټول هېواد كښې د انتها خوښۍ مخنيوي بيانيه خپروي۔د اوسنو سياسي رابطو حواله وركولو سره ده ووئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د وزير اعظم سره ملاقات كول يو مثبت پيش رفت دے چې ورسره به د وفاقي حكومت او خېبر پښتونخوا ترمينځه او په خاص توګه امن و امان او د ترهه ګرۍ مخننيوي په چارو همغږي ښه شي۔دې نه پس د كورنيو چارو وزير مملكت طلال چوهدري هم سېنېټ د انتها خوښۍ په ضد د حكومت د ښې تګلاري څخه خبر كړو۔ده ووئيل كائينيټك او نان كائينيټك دواړه اقدامات په يو وخت كيږي۔د انتها خوښۍ په مخنيوي اوسنۍ غونډه د اطلاعات وزير په مشرۍ كښې شويې دغسې د وزيراعظم په مشرۍ كښې جوړې پيغام امن كمېټۍ په پوهنتونونو، مدارس، جماعتونو او ټولني په نورو طبقو مشتمل د خبرتيا يو كوټلې پروګرام جوړ ګړے۔دغسې طلال چوهدري په 14 نكاتي نېشنل ايكشن پلان-ټو (NAP-II) په اړه پارليماني بحث په حاجت زور راوړو ۔ ده ووئيل اصل نېشنل ايكشن پلان د آرمي پبلك سكول پېښې نه پس د مسلم ليګ (ن) په دور كښې پېل شوے ؤ او بيا د پي ټي آئي حكومت كښسې د ټولو صوبو به اتفاق سره به هغې نظرثاني شويې۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ مخنيوي په اړه د اعليٰ پائې يوه رابطه كمېټي د كومي مشري چې وزير اعظم كوي او هغې كښې ټول اعليٰ وزيران او د سكيورټي ادارو مشران شامل دي، باقاعدګۍ سره د پيش رفت جاج اخلي دغسې د كورنيو چارو وزير دوه وارې د غونډو مشري كړې ۔ ده ووئيل يو جلا’’هارډننګ آف دي سټيټ‘‘ كمېټي هم په 14 نكات د عملدرآمد نګراني كوي۔وزير مملكت ووئيل تير وخت كښې د ترهه ګرۍ په ضد كاميابي يواځې هغه وخت ترلاسه كيده كله به چې ټول سياسي قوتونه د سكيورټي ادارو سره يو موټې وو اوس يو ځل بيا انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ له ماتي وركولو له هغسې اتحاد ته اړتيا ده۔ده واضحه كړه چې كه ايوان تفصيلي بحث لپاره وخت بېل كړي نو حكومت د NAP-II په ټولو نكاتو عملدرآمد پشمول په وفاقي او صوبائي كاركردګۍ جامع بريفنګ له چمتو دے۔











