د کوچنۍ او منځنۍ درجې كاروبار د هيواد د اقتصاد د ملا تير دے: د وزيراعظم شهباز شريف غونډې ته خطاب

اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شريف د کوچنۍ او منځنۍ درجې كاروبار ودې لپاره تګلاره ستائلو سره ويلي دي چې د کوچنۍ او منځنۍ درجې كاروبار د هېواد د اقتصاد د ملا تير دے۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ دلته د كوچنۍ او منځنۍ درجې كاروبار ودې لپاره د "سمېډا" بزنس پلان په اړه د يوې غونډې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې …

اسلام آباد۔5جنوری(اے پی پی) وزير اعظم شهباز شريف د کوچنۍ او منځنۍ درجې كاروبار ودې لپاره تګلاره ستائلو سره ويلي دي چې د کوچنۍ او منځنۍ درجې كاروبار د هېواد د اقتصاد د ملا تير دے۔ هغه د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ دلته د كوچنۍ او منځنۍ درجې كاروبار ودې لپاره د “سمېډا” بزنس پلان په اړه د يوې غونډې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د وزيراعظم آفس د ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار ته وده وركولو له د راروانو درې كلونو تګلاره وړاندې كړې شوه۔ وزيراعظم د عمل وړ او مؤثر پلان په تشكيلولو د خصوصي مرستيال هارون اختر او د سمېډا د نوي ټاكلي شوي بورډ آف ډائرېكټرز ستائنه كولو سره ووئيل چې د کوچنۍ او منځومانۍ درجې كاروبار د هېواد د اقتصاد د ملا تير حېثيت لري او د كوچنۍ او د منځومانې درجې كاروبار پرمختګ سره د هېواد برآمدات زياتېدل بشپړ امكانات لري۔ وزيراعظم اړوندو ادارو ته د بنكونو او نورو مالي ادارو لخوا د كوچنۍ او دمنځومانې درجې كاروبار له په آسانيو شرطونو د پورونو وركولو اقدامات تندولو هدايت وكړو۔ غونډې ته د كوچنۍ او منځومانې درجې كاروبار ته د پېښو مسئلو ٬ د دې د مخنيوي تګلارې ٬ د اېس اېم ايز د هېواد په برآمداتو كښې شاملولو له د حكمت عملۍ او په بزنس پلان كښې د شامل نورو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ غونډې ته د پاكستان د اېس اېم اي سېكټر په نړيوال ماركيټ په مسابقتي بنيادونو معارفي كولو له بېلو هېوادونو سره د روانې همكارۍ زياتولو په اړه هم بريفنګ وركړے شو په كوم كښې چې ووئيلې شوو چې د هېواد د اېس اېم ایز استعداد زياتولو له په دې وروستيو كښې په 6 ښارونو كښې يو شمېر وركشاپونه شوي دي او په نړيواله كچه مسابقت لپاره په يو شمېر تربيتي پروګرامونو هم كار روان دے۔ په غونډه كښې د مېرمنو په اېس اېم اي سېكټر كښې ګډون او بشپړ كردار سره په اړوندو اقداماتو هم بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ٬ خاص مرستيال هارون اختر ٬ د سټېټ بنك ګورنر جميل احمد ٬ د څلورو واړو صوبو ستر سېكترانو ٬ د سمېډا نوي ټاكلي شوي بورډ غړو او د اړوندو ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں