اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ټولي نړۍ ته د 5 جنوري 1949 د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل پريكړې يادولو سره وئيلي دي پاکستان به د کشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره خپله غير متزلزل سياسي، اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔ده د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس يوتھ افيئرز ونګ لخوا د کشميريانو د خپلواكۍ حق ورځ په موقع …
پاکستان به د کشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره غير متزلزل مرسته روانه ساتي۔د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ټولي نړۍ ته د 5 جنوري 1949 د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل پريكړې يادولو سره وئيلي دي پاکستان به د کشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره خپله غير متزلزل سياسي، اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔ده د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس يوتھ افيئرز ونګ لخوا د کشميريانو د خپلواكۍ حق ورځ په موقع وينا كوله۔د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين د دې عزم پخلے وكړو چې وزيراعظم يوتھ پروګرام به په قومي او نړيواله كچه د ځوانانو په قيادت كښې د كشميرانو د حقونو لپاره هلي ځلي زياتوي،د دې مقصد د هند غير قانوني تسلط لاندې جموں و کشمير كښې د نړيوال قوانين خلاف ورزۍ رامخې ته كول دي۔ رانا مشهود خاں ووئيل د کشمير مسئله د تاريخ منجمد باب نه بلکه د ګڼو مسلمانانو لپاره په وينه ليكلے شوے حقيقت دے۔ ده ووئيل د لسيزو تيريدو باوجود نړۍ کشميريانو له د انصاف وركولو لوظ پورا نه كړو۔ده ووئيل د كشميريانو آزادي د پاکستان نامکمل ايدنډا ده۔ ده باور وركړو چې پاکستان او کشمير به خپلو كښې قوي تعلق لري تر څو چې انصاف نه وي تر لاسه شوے۔











