د قامونو اصل طاقت قوي ادارې او تربيه لرونكي انساني وسائل وي،د نړيوال معيار پوهنتونونه په پاګ ګورننس، مؤثر نظم و نسق او احتساب جوړيږي۔ احسن اقبال

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د مکتب آغاز د پاکستان اعليٰ تعليم لپاره د قومي عزم، شفافيت او ډيجيټل بدلون ښكاره پيغام دے، د هېواد پوهنتونونه اوس د کاغذي کارروائي څخه د کارکردګۍ جديد، په ډيټا اډانه نظام پلو مخ په وړاندې روان دي چرته چې پريكړې د اندازو په ځاے د شواهد په بنياد …

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي د مکتب آغاز د پاکستان اعليٰ تعليم لپاره د قومي عزم، شفافيت او ډيجيټل بدلون ښكاره پيغام دے، د هېواد پوهنتونونه اوس د کاغذي کارروائي څخه د کارکردګۍ جديد، په ډيټا اډانه نظام پلو مخ په وړاندې روان دي چرته چې پريكړې د اندازو په ځاے د شواهد په بنياد كيږي۔د ګل په ورځ د هائير ايجوکيشن کميشن تر سيوري لاندي د ډيجيټل پليټ فارم مکتب اجرا په موقع آن لائن خطاب کښې ده ووئيل په 21مه پيړۍ كښې د قامونو اصل طاقت قوي ادارې او تربيه لرونكې انساني وسائل وي،د نړيوال معيار پوهنتونونه د شفاف ګورننس، مؤثر نظم و نسق او په احتساب جوړيږي۔ده ووئيل قامونه په حادثاتي توګه نه بلکه به منصوبه بندۍ، نظم و ضبط او تسلسل سره پرمختګ كوي۔وفاقي وزير علم، ټيکنالوجي او جدت د پاکستان د معاشي مضبوطيا بنياد ګرځولو سره ووئيل د ’’ اړان پاکستان‘‘ 5 ستنو كښې جدت او مسابقت ته مرکزي حيثيت ترلاسه دے۔

مزید خبریں