اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي اپوزيشن د خبرو اترو پېل كولو لپاره تر اوسه رابطه نه ده كړې ،د خبرو په عمل كښې زما كردار يواځې د سهولت کار دے، قامي اسمبلۍ كښې د اپوزيشن ليډر د تقررۍ عمل به راروانه پارلماني غونډه كښې پېل كولې شي۔د ګل په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خپلو غير رسمي خبرو …
اپوزيشن د خبرو اترو پېل كولو لپاره لا رابطه نه ده كړيې ، قامي اسمبلۍ كښې د اپوزيشن ليډر د تقررۍ عمل به راروانه پارلماني غونډه كښې پېل شي۔ سردار اياز صادق

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق وئيلي دي اپوزيشن د خبرو اترو پېل كولو لپاره تر اوسه رابطه نه ده كړې ،د خبرو په عمل كښې زما كردار يواځې د سهولت کار دے، قامي اسمبلۍ كښې د اپوزيشن ليډر د تقررۍ عمل به راروانه پارلماني غونډه كښې پېل كولې شي۔د ګل په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ميډيا سره خپلو غير رسمي خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په سپارښتنه د بنګله ديش پخوانۍ وزيراعظمي خالده ضيا د جنازي مونځ كښې ګډون لپاره بنګله ديش ته تللے ووم،د هغې د جنازې مونځ كښې ما د بنګله ديش د اولس سره ګډون وكړو ،د بنګله ديش اولس د اړخه د پاكستاني پلاوي تود هركلے وكړے شو ۔ډھاکه كښې د هند خارجه وزير جے شنکر زما سره ستړي مشي وكړل ۔ دغسې ډھاکه كښې د بنګله ديش عبوري حکومت مشر محمد يونس سره ملاقات په ښه چاپيرچل كښې وشو چې پكښې په پارليماني او اولسي كچه رابطو ته ودې وركولو ته اتفاق وشو۔ده ووئيل د بنګله ديش دورې په مهال ما ته په مينه او خلوص ترلاسه شو،دغه به عمر له ياد ساتم۔ سپيکر سردار اياز صادق ووئيل په ايوان كښې خپل کردار ترسره كولو كښې په بشپړه توګه خپلواكه يم، د کمېټو نظام د آئيني تقاضو له مخې په بشپړه ډول فعاله دے۔











