اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه وئيلي دي هېواد كښې د ټيلنټ کمے نشته، د ماحولياتي بدلونونو مقابلې كولو لپاره به ځوانان چمتو كول وي، حکومت ځوانان په سم لوري روانولو لپاره ګامونه پورته كوي،مونږ هڅه كوو چې ځوانان په معاشي توګه خپلواكه كړو ، په معرکه حق كښې زمونږ ځوانانو سائبر سکيورټي كښې مهم كردار ترسره كړے۔د …
زمونږ هېواد كښې د ټيلنټ کمے نشته، د ماحولياتي بدلون مقابلې کولو له به ځوانان چمتو كول وي ۔ وفاقي وزيره شزا فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيري شزا فاطمه خواجه وئيلي دي هېواد كښې د ټيلنټ کمے نشته، د ماحولياتي بدلونونو مقابلې كولو لپاره به ځوانان چمتو كول وي، حکومت ځوانان په سم لوري روانولو لپاره ګامونه پورته كوي،مونږ هڅه كوو چې ځوانان په معاشي توګه خپلواكه كړو ، په معرکه حق كښې زمونږ ځوانانو سائبر سکيورټي كښې مهم كردار ترسره كړے۔د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د او آئي سي کامسټيك تر سيوري لاندې 19م بْراق سپيس کيمپ اختتامي دستوري ته د خاص ميلمني په حيث وينا كښې وكړه ۔ وفاقي وزيري ووئيل بْراق سپيس کيمپ په 29 دسمبر 2025ء کامسټيك سيکرټريټ كښې پېل شوے ؤ ، شارټ لسټ شوو 40 زدكوونكو په کاميابۍ سره تربيه بشپړه كړي،د هغوي په شان ماشومان زمونږ د هېواد قيمتي سرمايه او سباؤن دے۔دي په کامياب کيمپ کولو مباركۍ وركولو سره ووئيل زمونږ هېواد ته د ځوانانو د قيادت ضرورت دے، هېواد كښې د ټيلنټ کمېے نشته۔دې ووئيل د ماحولياتي بدلونونو مقابلې کولو لپاره به ځوانان چمتو كول وي،زمونږ 15 کروړه آبادي په ځوانانو مشتمله ده۔دې ووئيل حکومت ځوانان په سم پلو روانولو لپاره ګامونه پورته كوي،دوي له بېلو څانګو كښې تربيه وركړې كيږي،د آئي ټي څانګه كښې د ماشومانو لپاره مختلف تربيتي کورسز پېل کيږي۔











