د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ په مشرۍ كښې روډ سیکټر فلیګ شپ منصوبو په اړه غونډه،سوات،ډي آئی خان او دیر موټرویز په اړه د پیش رفت جاج واخستلے شو

پېښور 03 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیرِاعلیٰ محمد سهیل آفریدی په مشرۍ كښې روډ سیکټر فلیګ شپ منصوبو په اړه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د سوات موټروے فیز ټو، ډی آئی خان موټروے او دیر موټروے منصوبو په اړه د پیش رفت تفصیلی جاج واخستلے شو او مهمي پريكړې وشوي۔وزیراعلیٰ سهیل آفریدی په سوات موټروے فیز ټو د تعمیراتی کار زر تر زره پېل كولو سپارښتنه كولو …

پېښور 03 جنوري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیرِاعلیٰ محمد سهیل آفریدی په مشرۍ كښې روډ سیکټر فلیګ شپ منصوبو په اړه غونډه وشوه۔په غونډه كښې د سوات موټروے فیز ټو، ډی آئی خان موټروے او دیر موټروے منصوبو په اړه د پیش رفت تفصیلی جاج واخستلے شو او مهمي پريكړې وشوي۔وزیراعلیٰ سهیل آفریدی په سوات موټروے فیز ټو د تعمیراتی کار زر تر زره پېل كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل دا منصوبه د صوبائی حکومت فلیګ شپ پراجیکټ دے، دې لپاره دې ټول تکنیکی او انتظامی مسئلې زر تر زره حل كړې شي۔ 80 کلومیټره اوږد سوات موټروے فیز ټو چکدرہ انټرچینج نه تر فتح پور به جوړولې شي په دې كښې 9 انټرچینجز او په دریائے سوات بېلو ځايونو 7 پلوزنه شامل دي۔وزیراعلیٰ سهیل آفریدی د پېښور نه تر ډی آئی خان موټروے منصوبے هم زر تر زره د بنيادي تيګي اېښودلو عندیه وركړه۔ 365 کلومیټره اوږد ډی آئی خان موټروے كښې به 19 انټرچینجز او 2 ټنلز  جوړولې شي دغسې دا منصوبه او سوات موټروے فیز ټو به د پبلك پرائیویټ پارټنرشپ ماډل ترمخه جوړولې شي۔دیر موټروے منصوبے په اړه په غونډه كښې اصولی پريكړه وشوه چې دا منصوبه به ډير زر د صوبائی وسائلو سره جوړولې شي۔ وزیراعلیٰ سهیل آفریدی د عملی کار پېل كولو لپاره ټولي قانونی و انتظامی تقاضے تندۍ سره د بشپړولو سپارښتنه كولو سره ووئيل صوبائی حکومت لري پرتو سيمو اولس پرمختګ او سوكالي باوري كولو له ټول وسائل په ښه ډول كاروي۔

مزید خبریں