شانګله 03 جنوري (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د خالي په ورځ شانګله پوهنتون ته په رسيدو د هغه تود هركلے وكړې شو۔پوهنتون ته په رسيدو وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر سردار خان، فيكلټي غړو او د انتظاميې اعليٰ چارواكو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔په دې موقع استاذان او د عملے ګڼ شمير …
وفاقي وزير انجينئر امير مقام شانګله پوهنتون ته رسيدو سره تود هركلے وكړې شو، تعليمي هلو ځلو،روانو پرمختيائي پروژو،چيلنجونو او اهداف بريفنګ وركړې شو

مزید خبریں
شانګله 03 جنوري (اے پي پي) د كشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير او پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجينئر امير مقام د خالي په ورځ شانګله پوهنتون ته په رسيدو د هغه تود هركلے وكړې شو۔پوهنتون ته په رسيدو وائس چانسلر پروفيسر ډاكټر سردار خان، فيكلټي غړو او د انتظاميې اعليٰ چارواكو د وفاقي وزير هركلے وكړو۔په دې موقع استاذان او د عملے ګڼ شمير غړي هم موجود وو۔دې نه پس وائس چانسلر وفاقي وزير د شانګله پوهنتون تعليمي هلو ځلو،روانو پرمختيائي منصوبو، پېښو چيلنجونو او سباؤن اهداف څخه په تفصيلي توګه خبر كړو۔ بريفنګ په مهال پوهنتون كښې د تعليمي سهوليات، تحقيقي منصوبو او زدكونكو ښېګړے په اړه په اقدامات هم رڼا واچولې شوه۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام د شانګله پوهنتون كردار ستائلو سره ووئيل پسمانده سيمو كښې اعليٰ تعليم ودې لپاره داسې ادارے مهم كردار لري۔ده د پوهنتون پرمختګ لپاره د هر ممكن مرستي باور وركولو سره د استاذانو او انتظاميې هڅي وستائلي۔د دورے په آخر وفاقي وزير د پوهنتون د بېلو څانګو معائنه هم وكړه او بوټے ئې هم نال كړو۔










