مقبوضه جمو وكشمير : هندي ځواكونو تير كال 101کشمیري وګړي شهيدان ٬ 3 زره 492 ګرفتار كړل ٬ هند په سيمه كښې بايللې جنګ كوي ٬ كشميري وګړي د خپل تحريك منطقي انجام ته د رسولو عزم لري : رپورټ

سرینګر۔1جنوری(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير كښې هندي ځواكونو تېر كال د خپلې رياستي ترهګرۍ په روانو كارروائيو كښې د 3 كم عمره هلكانو په شمول 101 كشميري وګړي شهيدان كړل۔ د كشمير ميډيا سروس د تحقيق څانګې لخوا په جاري كړې شوو شمېرو كښې وئيلې شوي دي چې د دې شهادتونو په نتيجه كښې 8 مېرمنې كونډې او 24 كوچنيان يتيمنان شول۔ …

سرینګر۔1جنوری(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير كښې هندي ځواكونو تېر كال د خپلې رياستي ترهګرۍ په روانو كارروائيو كښې د 3 كم عمره هلكانو په شمول 101 كشميري وګړي شهيدان كړل۔ د كشمير ميډيا سروس د تحقيق څانګې لخوا په جاري كړې شوو شمېرو كښې وئيلې شوي دي چې د دې شهادتونو په نتيجه كښې 8 مېرمنې كونډې او 24 كوچنيان يتيمنان شول۔ هندي ځواكونو د دوه مېرمنو بې حرمتي وكړه او 12 كورونه يۍ ويجاړ كړل۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې تېر كال په مظاهرچيانو د بې درېغه طاقت كارولو په نتيجه كښې 67 كسان ژوبل شول۔ دغسې هندي ځواكونو د لټون په بېلو كارروائيو او په كورونو د چھاپو په مهال د كارمندانو او وكيلانو په شمول 3 زره4 سوه 92 كسان په كومو كښې چې مېرمنې هم شاملې دي ګرفتار كړل۔ په ګرفتار كړې شوو كښې مشتاق الاسلام، ډاکټر حمید فیاض، فردوس احمد شاہ، امین راتھر، اېډوکېټ میاں عبدالقیوم، اېډوکېټ نذیر احمد رونګا، اېډووکېټ اشرف بټ ٬ اېډووکېټ مظفر قیوم او نور مهم سياسي او سماجي شخصيات شامل دي۔ هندي ځواكونو تېره مياشت دسمبر كښې په جعلي مقابلو كښې 6 كسان شهيدان او 66 ګرفتار كړل۔ هندي ځواكونو د اګست 2019 څخه تر دې دمه په سيمه كښې 955 کشمیریان شهيدان كړي دي۔ هندي ځواكونو په تېرو 36 كلونو كښې په مجموعي توګه 96 زره 3سوه 88 كشميري وګړي شهيدان كري دي۔ خو ددې هر څه باجود د كشمير وګړو حوصلې دنګې دي او هغوي د شهيدانو مشن منطقي انجام ته د رسولو عزم لري۔ په کے اېم رپورټ كښې وئيلې شوي دي چې د هندي ځواكونو 25 اهلكارو خود كشي كړې او جنوري 2007 څخه تر دې دمه په مقبوضه سيمه كښې د خود كشۍ ټول 614 كېسونه رامخې ته شوي دي۔

مزید خبریں